د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو کمېسیون د طالبانو له خوا د خپلسر نیولو په دوام اندېښنه ښودلې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې طالبانو د رونډ اندو، پخواني رژیم د کارکوونکو او پخوانیو پوځیانو او هم پر دغې ډلې د انتقاد کوونکو د نیولو یوه بله لړۍ پیل کړې او په تیرو نږدې دوو اونیو کې یې څلور تنه نیولي او په زندان کې اچولي دي.

دغه کمیسیون، چې اوس مهال د افغانستان څخه بهر فعالیت کوي د چهارشنبې په ورځ مۍ درییم (ثور۱۳) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په تیرو نږدې دوو اونیو کې طالبانو شاعر او لیکوال ذبیح الله عیار، د پوځ پخوانی کارکوونکی ذکرالله او د پخواني رژیم د پولیسو یو منسوب مهتاب همدرد نیولي او په بند کې اچولي دي.

دغه کمیسون ویلي، چې تراوسه ددغو نیول شویو کسانو هیڅ برخلیک معلوم نه دی. د بشري حقونو کمیسیون ویلي، چې طالبانو د پولیسو د اکاډمۍ پخوانی استاد جنرال عبدالمناف دره، هم کابل کې نیولی او بندی کړی دی.

همدارنګه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د امام الدین په نوم د پخواني رژیم یو صاحب منصب نیولو ته هم اشاره کړې او ویلي دي، چې هغه د تیرو شپږو میاشتو راهیسې طالبانو سره په بندې دی.

اعلامیه کې ویل شوي: " ددې سره سره، چې امام الدین د هغو مشکلاتو له امله چې ورسره مخ و، واک ته د طالبانو د رسیدلو درې کاله دمخه یې په پولیسو کې خپله دنده پریښې وه او ازاد کاروبار کوه، د موثقو معلوماتو پر اساس په پرله پسې او سیستماتیک ډول د سختې او بې رحمانه فزیکي او روحي شکنجې سره مخ دی".

دغه کمیسیون د طالبانو له خوا دا ډول نیول ظالمانه او بشري حقونو ضد اقدامات ګڼلي او ویلي دي، چې د طالبانو له خوا اعلان شوې عمومي بخښنه د درواغو پرته نور څه نه دي.

همداشان دغه کمیسیون ویلي، چې افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو سرغړونو په اړه پلټنې کوي او په مستند ډول یې رپوټ برابروي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون... یو ځل بیا د دولتونو او نړیوالو ادارو څخه غواړي، چې د افغانستان په هکله په خپلو بحثونو، دپلوماتیکو اړیکو کې ... د طالبانو له خواد بشري حقونو څخه له سرغړونو څخه سترګې پټې نکړي."

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوند د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د دغې ډلې د رسیدلو وروسته د یو فرمان په ترڅ کې "عمومي عفوه" اعلان کړې ده، خو د بشري حقونو ملاتړو ادارو په رپوټونو کې ویلي، چې طالبانو په تیرو شاوخوا ۲۰ میاشتو کې خپل سلګونه مخالفان نیولي، وژلي، ټپیان کړي او یا یې هم په جبري ډول لادرکه کړي دي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد تیرکال دا ومنله، چې د طالبانو ځینو وسله والو یو شمیر کسان د " محکمې د حکم پرته" نیولي، وژلي او یا یې هم ټپیان کړي دي.

په دې وروستیو میاشتو کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیرندامحمد ندیم یوې غونډې ته په وینا کې ویلي و، چې هغوی، چې د طالبانو د رژیم مخالفت کوي "واجب القتل" دي.

خو د طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول د "عمومي عفوه" د فرمان په تطبیق باندې ټینګار کړی او د طالبانو له خوا یې د پخواني رژیم د امنیتي منسوبینو نیول او وژل رد کړي دي.

په عین حال کې یو شمیر مدني فعالان او خبریالان لا هم د طالبانو په بند کې ورځې شپې تیروي.

د قلم لار د ټولنې مشر او د نجونو د حقونوملاتړی مطیع الله ویسا او یو افغان الاصل فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي لا هم د طالبانو په بند کې دي او د یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG