د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د کانکور د ازموینې نیټه اعلان کړه


د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې د دولسم ټولګیو د فارغانو څخه به د کانکور ازموینه د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د تلې د میاشتې په نیمايي کې په ټولو ولایتونو کې واخیستل شي. خو دغه وزارت دا نه دي ویلي، چې نجونې به هم کانکور کې ګډون وکړي او که نه.

د لوړو زده کړو د وزارت ویاند مولوي احمد تقي د پنجشنبې په ورځ ناوخته سپټمبر ۸ (وږې ۱۷) خبریالانو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې ویلي چې د کانکور د ازموینې وړاندې به د دولسم ټولګي د فارغانو د بایومیټریک بهیر هم د يو ټاکلي پروګرام پر اساس ترسره شي.

ښاغلي تقي ویلي: "د کانکور امتخان د میزان په۱۳، ۱۴او ۱۵ نیټه اخیستل کیږي په لویو ولایتونو کې به د بایومیټریک بهیر په ۱۱ او ۱۲ مه نیټه او منځنیو ولایتونو کې به په ۱۳ نیټه او کوچنیو ولایتونو کې به بایومټریک په ۱۴ نيټه ترسره کیږي".

افغانستان کې د جمهوریت د رژیم پر مهال د پوهنتونونو نوی تعلیمي کال د وږې میاشتې په دويیمه نیمايي کې پيل کیده او له د تعلیمي کال وړاندې به د کانکور ازموینه د ژمي پرمهال په څو پړاونو کې اخیستل کیدله.

خو طالبانو حکومت د پوهنتونونو د نوي تعلیمي کال د پیل نیټه د ښوونځیو د تعلیمي کال سره یو ځای بیرته د حمل میاشت ټاکلې ده. تر اوسه څرګنده نه ده چې سږکال به د دولسم ټولګي څومره فارغان د کانکور په ازموینه کې برخه واخلي او هم د لوړو زده وزارت دا نه دي ویلي، چې د کانکور په ازموینه کې به نجونې هم برخه واخلي او که نه.

افغانستان کې په یو شمیرولایتونو کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د څو ښوونځیو د پرانیستلو پرته په اکثریت ولایتونو کې د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي تړي دي چې د ښوونځیو د تړلو له امله اکثریت نجونې سږکال له لیسو څخه نه دي فارغې شوې.

دوه اونۍ وړاندې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني څخه د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون په اړه پوښتنه وشوه خو هغه وویل چې دا پوښتنه دې د پوهنې وزارت څخه وشي.

تیر کال په افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله د کانکور کلنۍ ازموینې له خپلې ټاکلې نېټې څخه په ځنډ د زمري میاشت کې واخیستل شوې، په داسي حال کې چې مخکې کلونه دا ازموینې د ژمي په وروستیو کې اخیستل کېدې.

د افغانستان د کانکور کمیټې د معلوماتو له مخې تیر کال د کانکور په ازموینه کې ۱۸۰زره د ۱۲ ټولګیو فارغانوګډون کړی و چې له ډلې ۶۸۹۳۰ تنه یې بریالي شوي وو.

د تیرکال د کانکور په ازموینې کې د سلګۍ په نوم یوه زده کوونکې اول نمره شوې وه.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو په اساس سلګۍ د ۳۵۲ نمرو په تر لاسه کولو سره د کابل طب پوهنتون ته بریالۍ شوې وه. نوموړې په کابل کې د اکبر خان پامیر لیسې کې زده کړې کړې وې.

راتلوونکي ته د ناهیلې کیدو له امله افغانستان کې زده کړو ته د ځوانانو لیوالتیا کمه شوې ده. د افغانستان سلام شبکې د نظر پوښتنې له مخې چې روان کال کې تر سره شوې د زده کړو له دوام سره د اکثرو ځوانانو انګېزه کمه شوې ده. دغه نظر پوښتنه چې په کابل، هرات، کندهار، او ننګرهار کې د ۱۸ دولتي او خصوصي پوهنتونونو د ۲۷۵ نجونو او هلکانو محصلینو سره شوې ۷۳ سلنه محصلینو ورته ویلي چې د زده کړو په اړه انګېزه یې کمه شوې یا هیڅ انګېزه نلري.

په دغه نظر پوښتنه کې له ۳۸ استادانو سره هم مرکې شوي چې ۶۳ سلنه یې ویلي چې د درسي موادو برابرولو او څېړنو لپاره هیڅ انګیزه نلري او یا بیخي راکمه شوې ده.

XS
SM
MD
LG