د لاس رسي وړ اتصالات

رینا امیري: نړیوال باید له افغانانو سره درېدو او ملاتړ ته دوام ورکړي


د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د دغه هیواد وضعیت «درد ناک» بللی او له افغانانو سره یې د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ او درېدو ټینګار کړی دی.

رینا امیري پرون دوشنبه اګست ۱۵ ( زمري ۲۴) پر خپل ټویټر پاڼه اوسنی وضعیت د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره ډېر «درد ناک» بللی او زیاته کړې ده چې اوس مهال ښځې او نجونې له خطر سره مخ او په تاوتریخوالي کې ژوند کوي.

نوموړې زیاته کړې: "یوازینۍ لار داده چې نړیواله ټولنه د افغانستان له مېړنیو خلکو سره درېدو او ملاتړ ته دوام ورکړي، ځکه هغوی په مېړانې سره د یو ټول شموله حکومت غوښتنه کوي چې په هغه کې د ټولو وګړو حقوقو ته احترام وشي. د افغانستان لپاره د هغوی هیله داده چې ټول خلک د زده کړو حق ولري، د ټولنې د یو فعال وګړي په توګه کار او خدمت وکړي او خپل حکومت انتخاب کړي."

د اغلې امیري په خبره نړیواله ټولنه د یو باثباته او له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې د ژوند کوونکي افغانستان غوښتونکې ده او ټینګار یې کړی دی چې مخکې لارې به له ستونزو ډکې وي.

نوموړې زیاته کړې چې د امریکا متحده ایالات له لویو بشري مرسته کوونکو څخه دي او د افغانستان له خلکو سره په همکاري بشري حقونو ته په احترام تلپاتې اقتصاد او تلپاتي ثبات ته ژمن دي.

اغلې امیري پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې له زده کړو څخه د نجونو د محرومیت او په سیاسي او ټولنیز مشارکت او نورو برخو کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونو لګېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو یو جګپوړي چارواکي دوشنبه اګست ۱۵ (زمري ۲۴) ویلي چې میلونونه افغانان پداسې حال کې د لوږې حالت ته نږدې دي چې د ژمي موسم هم په را رسیدو دی او د بشري مرستو لپاره بودجه هم مخ په خلاصیدو ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف د کابل څخه د ویډیو کنفرانس د لارې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د "وضعیت تر ټولو بهترین تعریف به دا وي چې سوچه ناورین وبلل شي."

ښاغلي اکبروف همدارنګه وویل چې په افغانستان کې ۱۹ په سلو کې خلک په کافي اندازه خواړه نلري او ۶.۶ ملیونه یې د اضطراري حالت تر کچې د خوراکي موادو د نامصؤنیت سره مخ دي چې د قحطۍ حالت څخه یوازې څو ګامه لیرې دي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي همدرانګه وویل چې د افغانستان د ټولو شاوخوا ۴۰ ملیون وګړو څخه ۳۵ ملیونه یې په غربت کې پداسې حال کې ژوند کوي پدې هیواد کې د خوراکي موادو بیې نږدې ۳۰ په سلو کې لوړې شوي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ښځو د اجرائیه برخې مشرې سیما بحوث هم ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت وروسته د ښځو او نجونو وضعیت خراب شوی دی.

پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته، د بهرنیو مرستو له کمېدو سره، دغه هیواد له اقتصادي کړکېچ سره مخ شوی دی. د طالبانو د پالیسو په اساس اکثریت ښځې بې کاره کړای شوي دي چې په هغوی کې ځنې یې د خپلو کورنیو د ژوند د لومړنیو امکاناتو برابرونکي دي.

خو طالبانو تر دې مخکې ویلي چې دوی د ټولو مېرمنو شرعي غوښتني مني او د شریعت سره سم به یې ټول حقوق ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG