د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: تیر یو کال کې شاوخوا ۲۵۰۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې شوي


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د سند ایالت د یو زندان څخه د ۳۶ نورو افغان کډوالو د خوشې کیدو خبر ورکړی، چې ورسره د دغه هیواد له زندانونو د خوشې شوو افغانانو شمیر له ۲۴۰۰ څخه اوښتی دی.

ددغه وزارت ویاند ضیا احمد تکل د سه شنبې په ورځ جولای ۲۵ (زمري درییم) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې دا افغان کډوال په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت او په کراچۍ کې ددغه هیواد د قونسګرۍ، چې دواړه د طالبانو له خوا اداره کیږي، د هڅو په پایله کې خوشې شوي دي.

ښاغلي تکل ویلي، چې خوشې شوي افغانان د طالبانو د حکومت په مصرف له کراچۍ څخه د چمن – سپین بولدک له لارې افغانستان ته استول شوي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، د تیر ۲۰۲۲ کال راهیسې تراوسه د پاکستان له زندانونو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴۷۲ بندیان خوشې شوي او افغانستان ته انتقال شوي دي.

تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې د پاکستان په زندانونو کې به څومره نور افغان کډوال بندیان وي خو په کراچۍ کې د افعانستان سرکونسل مولوي عبدالجبار تخاري په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، چې اوس مهال د پاکستان د کراچۍ په زندانونو کې ۴۰۷ تنه افغان کډوال بندیان دي.

مولوي تخاري ویلي: "د پاکستان له حکومت څخه مو غوښتنه داده، چې د افغان کډوالو نیول دې بند کړي ترڅو افغانان د ځورونې او اذیت څخه بچ پاتې شي. له افغانانو هم غوښتنه کوم، چې پرته له اسنادو دې پاکستان ته سفر نه کوي ترڅو د ستونزو سره مخ نشي".

پاکستاني پولیسو د تیر۲۰۲۲ کال د دوبي راهیسې نه یوازې د سند په ایالت کې په سلګونو افغانان پاکستان ته د سفر پر مهال نیولي او په زندانونو کې اچولي، بلکې د اسلام اباد په ګډون ددغه هیواد په نورو ښارونو کې یې هم افغان کډوال نیولي او بندیان کړي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې یوازې هغه کسان نیسي، چې په دغه هیواد کې د اوسیدلو لپاره قانوني اسناد نلري.

په پاکستان کې د پخواني صدراعظم عمران خان په ملاتړ له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو وروسته په دغه هیواد کې د افغانانو د نیولو بهیر لا چټک شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان جون ۲۰ (جوزا ۳۰) په یوه اعلامیه کې ویلي په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته زیات شمیر افغانان پاکستان ته کډه شوي، چې په دغه هیواد کې د خپلسر نیولو او له هیواد څخه شړلو له ګواښ سره مخامخ شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د افغان کډوالو د نوم لیکنې په بهیر کې د پام وړ ځنډ له امله اکثره افغانان په پاکستان کې د کډوالو د پیژندګلوۍ کارتونه نلري او اکثره افغانان دغه هیواد ته په عادي ویزو سفر کړی، چې اوس یې د اوسېدو موده پوره شوې ده.

دغه سازمان ویلي: "وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره چې په افغانستان او پاکستان دواړو کې له تبعیض سره مخامخ دي ډیر خراب دی."

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د پاکستان د سند د ایالت د کراچۍ ښار، پیښور او کویټې په ښارونو کې یې د افغان کډوالو د نیولو اوزورولو په اړه ډیر راپورنه ترلاسه کړي دي.

د حسن په نوم ( مستعار نوم) د بخښنې سازمان ته ویلي، چې د طالبانو د واکمنۍ دمخه یې د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې کار کوه. حسن دغه سازمان ته ویلي، چې پاکستاني پولیس د شپې له خوا دده کور ته ورغلي و او د کور د پلټنې ترڅنګ یې د شاوخوا شلو پورې نورو افغانانو سره یوځای په اسلام اباد کې د پولیسو مرکز ته وړي و.

حسن وویل: "له مونږ یې پاسپورټونه او جیبي بکسونه واخیستل، څو ځله یې تالاشي کړو. حتی هغه کسان یې هم ونیول، چې په پاکستان کې د اوسیدلو قانوني اسناد لرل."

حسن ویلي، چې د نیولو په سبا یې د ۳۰ زره پاکستاني کلدارو په بدل کې بیرته خوشې کړ، خو پولیسو ورته د جریمي کومه پاڼه نه ده ورکړې.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو له خوا اداره کیږي، ویلي چې په پاکستان کې د افغانانو د نیولو او ځورولو په مسله یې د پاکستان د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو له چارواکو سره خبرې کړي دي.

د جون د میاشتې په ۲۱ دغه سفارت وویل، چې تر ۲۵۰ پورې افغانان یوازې په اسلام اباد او شاوخوا سیمو کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي. خو په اسلام اباد کې میشتو یو شمیر افغانانو امریکا غږ ته ویلي، چې یوازې په دغه ښار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې ۵۰۰ افغانان په دې وروستیو ورځو کې د پاکستان د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ (یو این اچ سي ار) د معلوماتو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې ۳.۷ میلیونه افغان کډوال اوسیږي، چې یوازې ۱.۴ میلیونه یې د کډوالۍ قانوني اسناد لري.

د رپوټونو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د ۱۵ وروسته شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان پاکستان ته کډه شوې دي.

XS
SM
MD
LG