د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان له زندانونو څخه 'لسګونه نور افغانانان پرېښودل' شوي


په افغانستان کې طالب چارواکو د پاکستان له زندانونو څخه د یو شمیر نورو افغان بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکړی او ویلي دي، چې د دوی د هڅو په ترڅ کې ۵۶ نور افغان بندیان ددغه هیواد له زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته انتقال شوي دي.

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د طالبانو له خوا ګمارل شوي سرکونسل عبدالجبار ویلي، دا شمیر افغانان، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو، د شنبې په ورځ اپریل ۲۹ (ثور نهم) د سند د ایالت له زندانونو خوشې شوي دي.

عبدالجبار په یو ویډیوي پیغام کې، چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې ویلي، چې خوشې شوي افغانان یې د سپین بولدک – چمن له لارې افغانستان ته په دولتي مصارفو انتقال کړي دي.

نوموړي ویلي، چې تراوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲۷۶ افغانان د پاکستان د زندانونو په ځانګړي ډول د سند د ایالت له زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته په ستنیدلو کې ورسره مرسته شوې ده.

دغه طالب چارواکي ویلي، چې لا هم یو شمیر افغانان د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي، چې د خوشې کیدو لپاره یې هڅې روانې دي.

پاکستاني چارواکو د تیر میلادي کال د ډسمبر په ۲۹ وویل، چې ددغه هیواد پولیسو په څو عملیاتو کې لږتر لږه ۱۲۰۰ افغان کډوال د اوسیدانې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیولي واو په زندان کې اچولي وو.

پاکستان کې په زندانونو کې د افغان کډوالو د نیولو خبر هغه مهال په سیمه ییزو رسنیو کې په پراخ ډول خپور شو، چې په یوه ویډیو کې کوچني افغان ماشومان د افغان میرمنو سره یوځای په خنځیرونو تړلي و او په زندان کې پراته و

د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۱.۳ میلیونه افغان کډوال د مهاجرت په قانوني اسنادو او په سلګونو زره نور د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG