د لاس رسي وړ اتصالات

بدخشان کې اعتراضونه؛ طالبان وایي ستونزې هوارې شوي


د طالبانو حکومت د بدخشان په ولایت کې د کوکنارو د کښت له منځه وړلو په سر د سیمې اوسیدونکو او د طالبانو د امنیتي ساتوونکو ترمنځ د راپورته شویو جنجالو د حل خبر ورکړی دی.

ددغه حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې د ورځې ناوخته مۍ اووم ( ثور ۱۸) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په څو پرله پیسې پیغامونو کې ویلي چې ددغه حکومت له خوا بدخشان ولایت ته د استول شوي پلاوي او د درایم او ارګو ولسوالیو په ګډون ددغه ولایت د دیني عالمانو او قومي مخورو ترمنځ د یوې غونډې وروسته رامنځ ته شوې ستونزې هوارې شوي دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي: "ژمنه وشوه چې د بدخشان خلک د کوکنارو له منځه وړلو بهیر څخه ملاتړ کوي او دغه بهیر ته به هیڅ ډول مزاحمت نه جوړوي. همداشان هغو کسانو ته چې په تیرو څو ورځو کې ورته زیان رسیدلی و د هغوی ستونزو باندې به غور وشي او له دې وروسته به په دې تړاو هیڅ ډول شخړه رامخې ته نه شي".

د بدخشان په ولایت کې دوه ملکي وګړي د جمعې او شنبې په ورځو هغه مهال ووژل شو چې ددغو ولسوالیو لسګونو کسانو د طالبانو د کوکنارو له منځه وړلو ځواکونو باندې بریدونه وکړل او د طالبانو ځواکونو هم پر هغوی ډزې وکړې.

ددغو دوو کسانو د وژل کیدو وروسته د درایم او ارګو ولسوالیو اوسیدونکو د طالبانو پر خلاف لاریونه وکړل او ددغې ډلې د حکومت پر خلاف یې شعارونه ورکړل.

د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې اعتراض کوونکي د هغو طالبانو د وسله والو محاکمه کول غوښتل چې د درایم او ارګو په ولسوالیو کې یې پر ملکي وګړو ډزې کړي دي. همداشان د راپورونو له مخې دا اعتراض کوونکي د بدخشان ولایت ته د نورو ولایتونو څخه د کوکنارو د کښت د اړولو لپاره د تللو ځواکونو د بدلولو غوښتنه هم کوله.

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا د بدخشان په ولایت کې د حکومت پر خلاف د لاریونونو وروسته د راپورته شوې ستونزې د حل لپاره د طالبانو د ځواکونو د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په مشرۍ یو پلاوی دغه ولایت ته استولی وو.

بدخشان ولایت کې یوې سرچینې د سه شنبې په ورځ مۍ اووم ( ثور ۱۸) امریکا غږ ته وویل چې د قاري فصیح الدین فطرت په مشرۍ پلاوي د ولسي اعتراض کوونکو ځینې غوښتنې هم منلي دي او د طالبانو د امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې د دوو وژل شویو کسانو کورنیو ته یې د پیسو د ورکولو وړاندیز هم کړی دی.

پخپله فطرت په یو لنډ ویډیوي پیغام کې ویلي: "هیڅ مشکل نه دی پاتې او زمونږ ځواکونه چې د کوکنارو د تخریب لپاره هلته تللي وو، ټول سپین ږیري، علما، مخور او د قومونو استازو چې دلته راغلي ووم، مونږ سره یې ژمنه وکړه چې زمونږ ځواکونو سره به همکاري کوي ... او د کوکنارو پاتې کښت له منځه وړلو ته ژمن یو".

ددې دمخه قاري فصیح الدین فطرت بدخشان ولایت ته د روانیدو دمخه د دغه ولایت د درایم او ارګو ولسوالیو اوسیدونکو ته د اعتراضونو د پای ته نه رسیدلو په صورت کې د اعتراض کوونکو د ځپلو خبرداری ورکړی وو.

قاري فصیح الدین فطرت ته په یو منسوب شوي غږیز پیغام کې چې د وټس اپ ګروپ له لارې په بدخشان ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ته استول شوی هغه ګواښ کړی وو چې که چیرې دا اعتراض کوونکي خپل لاریونونه پای ته ونه رسوي نو طالبان به هغوی د بغاوت کوونکو په توګه له نورو سیمو څخه دغو ولسوالیو ته د خپلو ځواکونو په استولو سره وځپي.

په عین وخت کې د تخار په ولایت د معترضو ښځو غورځنګ د بدخشان ولایت د درایم او ارګو ولسوالیو د ولسي اعتراض کوونکو په ملاتړ ویلي چې طالبان نه یوازې په بدخشان کې بلکې ددغه غورځنګ د ادعا له مخې په نورو ولایتونو کې هم پر خلکو باندې ظلمونه کوي.

دغه غورځنګ د چهارشنبې په ورځ مۍ اتم (ثور۱۹) په یوه اعلامیه کې ویلي:"د هغوی کسان [طالبان] د وسلې د زور څخه په کار اخیستلو سره د خلکو په خصوصي حریم باندې تیری کوي چې د طالبانو دغسې کړنې په تیرو دوو کلنو کې لکه لمر روښانه دي. بدخشان یوه بیلګه ده چې د خلکو په خصوصي حریم او حقونو باندې د طالبانو د جنایتونو او تیرې پر وړاندې خپل غږ اوچت کړی دی".

دغه غورځنګ د طالبانو د کړنو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې په چوپتیا باندې هم انتقاد کړی دی. دغه غورځنګ د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې "طالبانو سره دې هیڅ ډول سیاسي او مالي همکارۍ" نه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG