د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: طالبانو د میرمنو او نجونو د حقونو سیستماتیکه سرغړاونه یو "عادي" کار ګرځولی


یو شمیر میرمنو د طالبانو لخوا د نجونو او میرمنو په کار او تعلیم د بندیزونو او محدودیتونو پر ضد مظاهرې کړي چې ځیني وخت ځپل شوي هم دي.
یو شمیر میرمنو د طالبانو لخوا د نجونو او میرمنو په کار او تعلیم د بندیزونو او محدودیتونو پر ضد مظاهرې کړي چې ځیني وخت ځپل شوي هم دي.

د افغانستان د چارو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي پخپل تازه راپور کې د بشري حقونو څخه د پراخو او جدي سرغړاونو یادونه کړې.

ریچارډ بنیت پخپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې طالبانو د میرمنو او نجونو د حقونو څخه سرغړاونه عادي ګرځولې او دا یې هم ویلي چې په "تبعیضي توګه د میرمنو او نجونو د بنسټیزونو حقونو څخه انکار جنسیتي ځورونه بلل کیدای شي چې د بشریت ضد جرم دی".

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې په خپلسري توګه د مظاهره کوونکو میرمنو نیول کیدل، د شپږم ټولګي پورته د نجونو او میرمنو لپاره د ښوونځیو تړل کیدل، میرمنې کار کولو ته نه پریښودل او آن د پارکونو په ګډون په ځینو عامه ځایونو کې د میرمنو په تګ بندیز هغه څه دي چې په افغانستان کې روان دي.

تر دې وړاندې د بشري حقونو سازمان هم ویلي و چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نیټه واک ته له رسیدو راهیسې د بشري حقونو د سرغړونو نوې دوره پیل کړې.

ددې سازمان په وینا، طالبانو په سیستماتیک ډول د بشري حقونو د خوندیتوب مهم بنسټونه ړنګ کړل، د بیان ازادي، ټولنه، عادلانه محاکمه او نور حقونه یې تر پښو لاندې کړل او ښځې او نجونې یې له اساسي حقونو بې برخې کړې.

افغان مېرمنو د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سختو مقرراتو پر ضد لاریونونه کړي او سړکونو ته راوتلي دي خو هر ځل دغه مظاهرې د طالبانو له خوا ځپل شوي او د دغو مظاهرو يو شمېر فعالان او تنظيموونکي نيول شوي، پوښتنې ګروېږنې ترې شوي او حتی شکنجه شوي او بنديان شوي دي.

ښاغلي بنیت پخپل راپور کې ویلي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د "نظر اختلاف او مخالفت ته ډیر لږ زغم شته" او زیاته کړې یې ده چې خبریالان په پراخه توګه د نظارت، تهدید، تشدد او بندي کیدو سره مخ دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول د رسنیو او خبریالانو په کارونو او فعالیتوونو محدودیتونه لګولي دي.

ددغو محدودیتونو په لړ کې د طالبانو وسله والو په کابل کې د تمدن په نوم په یو تلویزیون برید کړی دی او همداشان د هلمند په ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو خبریالان د فلم او عکس د اخیستلو څخه منع کړي دي.

د مګرو ملتونو په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې په افغانستان کې په قومي او مذهبي اقلیتونو د وسله والو ډلو بریدونه چې په جمهوري نظام کې و، لا هم ادامه لري.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د راتګ راپدیخوا په افغانستان کې په بمي چاودنو کې لر تر لږه ۱۰۰۰ تنه وژل شوي چې د کولو ادعا یې ظاهراً هغو ډلو کړې چې ځانونه د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګې پورې تړلې بولي.

ډیری دا بریدونه په هغو سیمو شوي چې اوسیدونکي یې هزاره شعیه ګان دي.

XS
SM
MD
LG