د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا وزارت: معتادینو د درملنې پنځه زره بستریز کمپلکس بشپړیدو ته نږدې شوی


ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په کابل کې د معتادینو د درملنې لپاره د ۵۰۰۰ بستریز کمپلکس د جوړولو چارې تر پنځه اتیا فیصدو پورې پرمخ تللي او دغه کمپلکس به ژر پرانیستل شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټرشرافت زمان امر د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې ډیر ژر به دغه کمپلکس د نشه يي ټوکو معتادینو د درملنې لپاره پرانیستل شي.

افغانستان کې که څه په وروستیو کلنو کې په نشه يي توګو د روږدو کسانو د شمیر د معلومولو لپاره کومه تازه سروې نه ده شوې خو د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د مالي مرستیال ملا عبدالسلام حنفي د اټکل له مخې په دغه هیواد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا پنځه میلیونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په تیر یوکال کې یې د ۲۷ زرو څخه د زیاتو معتادینو درملنه کړې او زرګونه نور لا هم تر درملنې لاندې دي.

افغانستان کې اقتصادي ستونزې، کډوالي، د نشه يي توکو کر کیله، سوداګري او په اسانه نشه يي توکو ته د خلکو لاس رسی په دغه هیواد کې په نشه يي توکو د اخته کېدو په اساسي علتونو کې شمیرل کیږي.

د تیر رژیم پر مهال افغانستان کې تر اتیاو پورې روغتیايي مرکزونو کې په نشه يي توکو د روږدو ناروغانو درملنه کیدله، خو د طالبانو د حکومت د چارواکو د وینا پر اساس واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د نړیوالې ټولنې د مرستو د بندیدو له امله نږدې پنځوس فیصده ددغو مرکزونو بند شوي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د تیرې سپټمبر میاشتې د یو راپور له مخې دا اداره په افغانستان کې د معتادینو درملنې ۱۷ مرکزونو ته درمل او طبي توکي چمتو کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې ادارې د معلوماتو په اساس په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې پر ۱۷۷زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و چې له یادو تریاکو څخه ۶۵۰ ټنه هیروین لاسته راغلي دي.

د بلې خوا د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په لومړي ځل یې په افغانستان کې د 'جينوميک سيکوينسنګ' لابراتوار پرانیست، چې په دغه لابراتوار کې د بيلا بيلو ناروغيو د پي سي ار ټیسټونه تر سره کیدلی شي.

افغانستان کې ددغه لابراتوار د نشتون له امله د کرونا ویروس دنوو بڼو د تشخیص وړ نه لرله او داکټرانو به د کلینکي معاینو پر بنسټ د کرونا د نوو بڼو تشخیص کوه.

افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو سره سم نړیوالې ټولنې په دغه هیواد کې د نورو برخو په څیرد کرونا د ویروس د درملنې د مرکزونو په ګډون د روغتیا په سکټور هم مرستې بندې کړې، خو بیا تیر ۲۰۲۱ میلادي کال وروستیو کې د ملګروملتونو ځینو ادارو د روغتیايي کارکوونکو د معاشونو په ګډون ډیرو روغتیايي مرکزونو سره مرستې پیل کړې چې لا هم دوام لري.

XS
SM
MD
LG