د لاس رسي وړ اتصالات

له پخوانیو معتادینو سره کتنې مونږ له بیا روږدي کیدو ژغوري - روغ شوی معتاد 


له پخوانیو معتادینو سره کتنې مونږ له بیا روږدي کیدو ژغوري - روغ شوی معتاد 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:08 0:00

په نشه يي موادو اخته پخوانی معتاد شهزاده چې اوس یې د نشه یي توکو استعمال پرېښی وايي، لا هم د معتادینو د درملنې کمپ ته ددې لپاره ځي چې له نورو روغ شویو معتادینو سره ناستې، کتنې وکړي او له دې لارې په نشو د بیا اخته کیدو مخه ونیسي. 

په نشه يي موادو اخته پخوانی معتاد شهزاده چې اوس یې د نشه یي توکو استعمال پرېښی وايي، لا هم د معتادینو د درملنې کمپ ته ددې لپاره ځي چې له نورو روغ شویو معتادینو سره ناستې، کتنې وکړي او له دې لارې په نشو د بیا اخته کیدو مخه ونیسي.

شهزاده وايي څلور میاشتې کېږي چې نشه یي توکي نور نه کاروي، خو اوس هم د معتادینو سره د خبرو او د زړه د خوالو په کولو لپاره د معتادینو د درملنې هغه شخصي کمپ ته ځي چې د دده درملنه په کې شوې ده.

د هغه په وینا چې دغه کمپ ته ځکه ځي چې له معتادینو سره د خپل تېر ژوند ترخې خاطرې شریکې کړي او یا له نورو معتادینو واوري.

شهزاده وویل: " اوس یوه میاشت کېږي له دې کمپ نه وتلی یم. اوس دلته راځم چې ارام شم. راشم جلسو کې شرکت وکړم. خپله ګذشته مې رایاد کړمه هغه تریخ ژوند وخت مې. دلته چې راشم ډېر ارام شم له خپلو ملګرو سره. دلته خبرې راته کوي چې بیا نشه يي توکي و نه وهو. دا جلسې مونږ سره دا مرسته کوي چې موږ په کوم شیانو نه پوهېدو له خپله عمل نه ناخبره و چې دا خطرناک عمل دی. په دې مو پوه کوي چې بیا له کومو لارو تاته فکر کې وسوسه دراچوي چې بیا یې ووهه خو موږ باید صبر وکړو".

نوموړي معتادینو ته په جلسې کې داسې وویل: "چې په جلسو کې شرکت وکړو له خپلو ملګرو سره وغږېږو ډېر ارام شم. د باندې ډېر نارام وم. د شپې به خوب نه راتلو. زړه مې تنګېدو. دا جلسې مونږ ته دومره ګټه کوي چې موږ کولای شو له دې جلسو سره پاک پاتې شو. که موږ دې جلسو ته رانه شو پاک نه شو پاتې کېدلای. ځکه موږ داسې خطرناکه مریضي لرو چې هر ساعت مونږ ته وسوسه راکوي چې لاړ شو بیا نشه يي توکو وکاروو".

شهزاده د بلخ د دولت آباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه ۱۲ کاله په بېلابېلو نشه يي توکو لکه تاریاک، شیشه او پوډرو روږدی و. د هغه په وینا په خپله به یې نشه يي توکي کرل نو ځکه لومړی په تاریاکو او بیا ایران ته له تللو وروسته په شیشې او پوډرو روږی شوی و.

XS
SM
MD
LG