د لاس رسي وړ اتصالات

جلال الدین حقاني د ناروغۍ له کبله مړ شوی


طالبانو د سه شنبې په ورځ د مولوي جلال الدین حقاني مړینه تائید کړه.

طالبانو د سه شنبې په ورځ (وږي ۱۳ مه)په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د حقاني ډلې بنسټ ایښودونکی او د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی او د دغې شورا د مرستیال سراج الدین حقاني پلار مولوي جلال الدین حقاني د ورپیښې اوږدې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړي دي.

طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویل شوي " مولوي جلال الدین حقاني صاحب له څو کلونو راهیسې سخت مریض او بستر نشین و، هغه لکه څنګه چې د ځوانۍ او صحت په دور کې د الله تعالی د دین لپاره ډیر مشقات وګالل، د عمر په وروستیو کې یې اوږده ناروغي هم په پوره صبر او د رضاء بالقضاء په روحیه سره وزغمله.، تر دې چي بالاخره یې د اجل داعي ته لبیک ووایه".

د اټکل له مخې مولوي حقاني شاوخوا د ۸۰ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړي، خو د طالبانو په دې اعلامیه کې د هغه د عمر او هم د مولوي جلال الدین حقاني د مړینې نیټه نه ده ښودل شوې.

د طالبانو په اعلامیه کې دا هم نه دي ویل شوي، چې مولوي حقاني په کوم ځای کې خاورو ته سپارل شوی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته ویلي، چې مولوي حقاني د افغانستان په دننه کې وفات شوی او په دغه هیواد کې په یو نامعلوم ځای کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د طالبانو دغه ویاند ویلي، چې دوی ته د حقاني د مړینې خبر د دوشنبې په ورځ ( وږي دولسمه) رسیدلی وو.

په ۲۰۱۵ کال کې هم د مولوي حقاني د مړینې په باب خبرونه ورکړل شوي وو، چې بیا وروسته د مولوي حقاني کورنۍ غړو دا خبرونه ناسم وبلل.

مولوي جلال الدین حقاني

مولوي جلال الدین حقاني د افغانستان د پخواني جمهور رئیس محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال له افغانستان څخه پاکستان ته لاړ او کله، چې په پاکستان کې د دیره د پخوانیو مجاهدینو د یو شیمر ډلو له خوا د پخواني جمهور رئیس محمد داود خان د رژیم د ړنګولو هڅې پیل شوې، مولوي جلال الدین حقاني هم دغو هڅو سره یوځای شو.

وروسته مولوي حقاني د پخوانیو مجاهدینو د یو مشر مولوي محمد یونس خالص د تنظیم په لیکوکې د افغانستان د خلکو د دیموکراتیک ګوند په مشرۍ روسیې پلوه رژیم پر وړاندې وسله واله مبارزه پیل کړه.

مولوي حقاني د ډاکتر نجیب الله د رژیم په وروستیو کې د پخوانیو مجاهدینو له خوا د ډاکټر نجیب الله د رژیم د ځواکونو څخه د خوست ولایت په نیولو کې هم لوی رول درلود او هم د مجاهدینو د قومندانانو د سرتاسري شورا په جوړولو کې، چې قومندان احمدشاه مسعود او قومندان عبدالحق یې هم غړي وو مهم رول درلود.

مولوي حقاني د ډاکټر نجیب الله د رژیم له ړنګیدو وروسته په افغانستان کې د پخوانیو مجاهدینو د ډلو ترمنځ د خپلمنځي جګړو پر مهال د مصلیحینو په نوم یو شورا جوړه کړه.

مولوي حقاني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دغې ډلې د سرحدونو او قبایلو د چارو وزیر په توګه هم کار کړی دی.

د مولوي حقاني زوی سراج الحق حقاني د طالبانو د رهبرۍ د شورا مرستیال دی او د خپل پلار څخه د پاتې پوځي تشکیلاتو، چې د حقاني د شبکې په نوم یادیږي مشري هم کوي.

افغان حکومت د حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتو د ادارې سره په نږدې همکارۍ تورونوي او دا ګڼي، چې په افغانستان کې اکثره پیچلي تروریستي بریدونه د همدې ډلې له خوا ترسره کیږي.

افغان امنیتي ادارو چارواکي دا ګڼي، چې د حقاني شبکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو کې د شمالي وزیرستان د میرامشاه په ښارګوټې کې فعال دفترونه لري او له هغه ځایه د افغانستان د خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګراوکابل کې تروریستي فعالیتونه تنظیم او ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG