د پاکستان حکومت وایي چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو دوهم پړاو وځنډیده. ټاکل شوی وه چې دا خبرې سبا د جمعې په ورځ د جولای په ٣١ په پاکستان کې ترسره شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر او طالبانو ترمنځ د گډوډۍ په وجه د سولې خبرې وځنډول شوې.
د جمعې د ورځې ناسته وروسته له هغې وځنډول شوه چې د طالبانو ډلې د یوې خبر پاڼۍ په خپرولو سره د افغانستان د حکومت له استازو سره د خبرو ډډه وکړه.
د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې طالبانو د خبرو لپاره یو ځانګړې ارګان ګمارلی دی.
د طالبانو دا بیان وایي" په رسینو کې اوریدل کيږي چې د اسلامي امارت او د کابل ادارې ترمنځ به په چین هیواد یا پاکستان کې د سولې خبرې ډير ژر پيل شي. اسلامي امارت په دې اړه ټول صلاحیت خپل سیاسي دفتر ته سپارلی او هغوی په دې اړوند په جریان کې نه دي".
په اسلام اباد کې امنیتي سرچینو ویلي وو چې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو دوهم پړاو به د جمعې په ورځ په پاکستان پیل شي.
داسې رپوټونه هم شته چې په دغو خبرو کې د ګډون لپاره تیره ورځ د طالبانو یو شپږ کسیز پلاوی اسلام اباد ته رسیدلی دی.
د افغانستان د سیاسي چارو یو شمیر کارپوهان وایي چې د افغان حکومت له خوا د ملا عمر د مړینې د خبر د خپریدو وروسته د طالبانو سره د سولې د خبرو اهمیت ډیر راکم شوی دی او تر هغې چې طالبانو نوی مشرتابه راڅرګند شوی نه وي دغې ډلې ته ګرانه ده چې کوم څوک د طالبانو په استازیتوب خبرې وکړي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې لا هم افغان حکومت د سولې د بهیر کې برخه اخیستلو ته چمتوالی لري.
ددغه وزارت ویاند احمد شکیب مستغنی امریکا غږ ته وویل " ډیر ژر به د سولې د خبرو لپاره افغان حکومت د پلاوي غړي وټکل شي ".
خو ښاغلي مستغنی دا و نه وویل چې د دوهم پړاو خبرې به کله او چیرته ترسره شي.
په افغان حکومت کې یوې باوري سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته ویلي دي چې د ملا عمر د مړینې خبر د سولې په بهیر کومه اغیزه نه لري او افغان حکومت لا تر اوسه پورې هم د سولې په دوهم پړاو خبرو کې د ګډون په پریکړه کې کوم بدلون نه راغلی.
دغې سرچینې وویل چې د ملا عمر د مړینې خبر د افغانستان د امنینې ارګانونو له خوا ترلاسه شوی او په دغه برخه کې کومې بهرنۍ ادارې ورسره همکاري نه ده کړې.
دا سرچنیه وایي چې ملامحمد عمر د کراچۍ په ښار کې په یو روغتون کې په مرموز ډول مړ شوی دی.