د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا غونډې ته د طالبانو غبرګون؛ د افغانستان له حضور پرته غونډې بې پایلې دي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

طالبانو د افغانستان په تړاو د امنیت د شورا وروستۍ غونډې او ددغې شورا د یوولس غړو له خوا د ټولو هغو لارښوونو چې د ښځو او نجونو د حقونو د محدودیت سبب ګرځي د لغوه کیدو غوښتنی په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان په اړه په هره غونډه کې چې د دوی استازي نه وي کومه پایله به ونلري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د راډیو افغانستان سره په مرکه کې چې د طالبانو له خوا اداره کیږي ادعا کړې چې په دغسې غونډو کې کوچني موضوعات د سترو موضوعاتو په توګه مطرح کیږي.

ذبیح الله مجاهد ویلی: " د افغانستان مهمه مسله د رسمیت پیژندلو مسله ده، همداشان د افغانستان سره د عادي تعامل او سیاسي او دپلوماتیکو پرمختګونو په برخه کې ملګري ملتونه ناکام دي، افغانستان په تړاو یو نظر شتون نلري".

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د فبرورۍ ۲۶ (کب اووم) د افغانستان په اړه د تړلو دروازو شاته غونډه وکړه. په پام کې وه چې په دې غونډه کې د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوریتوب د غونډې د پریکړو او سپارښتونو په ځانګړي ډول افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه خبرې شوی وی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشرې کرولین رادریګز بیرکت ددغې غونډې د پیل کېدو مخکې وویل چې طالبان باید هغه فرمانونه او تګلارې لغوه کړي چې د ښځو او نجونو حقونه یې محدود کړي دي.

میرمن بیرکت وویل: " موږ د جنسیت په اساس د طالبانو دوامدار او سیستماتیک تبعیض او د هغوی له خوا د ښځو او نجونو ځپل غندو او غوښتنه مو دا ده چې طالبان دې، هغه فرمانونه او تګلارې لغوه کړي چې ښځې او نجونې ځپي او د نجونو په زده کړو، ازاد تګ راتګ او د بیان په ازادۍ باندې محودیتونه په کې دي".

د طالبانو د حکومت ویاند په داسې حال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ددغې ډلې د حکومت د استازو د حضور پرته ددغې شورا غونډې بې پایلې ګڼلي، چې د قطر په پایتخت دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب په جوړه شوې غونډه کې د ګډون څخه ډډه کړې وه.

طالبانو د ملګرو ملتونو غوښتي و چې دغې غونډې ته دې د طالبانو د حکومت استازي د افغانستان د رسمي استازو په توګه وبلل شي، هغه څه چې ملګروملتونو ته د منلو نه وو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د دوحې غونډې په پای کې هیله وښوده چې طالبان به نورو دغسې غونډو ته خپل استازي واستوي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی خو تراوسه د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دي پیژندل شوي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره د ټولو قومونو اومذهبي ډلو په ګډون د یو ټولشموله حکومت جوړیدل او په افغانستان کې بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی د مخکینو شرطونه په توګه اعلان کړي دي.

خو د طالبانو چارواکو ویلي چې د نړیوال مشروعیت لپاره یې ټول شرطونه پوره کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG