د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له خوا د تعزیري سزاوو تطبیق زیات شوی


د نړیوالو بشري حقونو د ادارو د نیوکو او اندیښنو برسیره په دې وروستیو کې د طالبانو د سترې محکمې له خوا د تعزیري سزاوو کچه لوړه شوې ده.

د طالبانو د سترې محکمې د وروستیو اعلامیو له مخې، د میلادي نوي کال له پیل سره سم په افغانستان کې د تعزیري سزاوو، په ځانګړي ډول په عام محضر کې د خلکو د درو وهلو، کچه لوړه شوې ده.

د طالبانو د سترې محکمې د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو پنځو ورځو کې په لسو ولایتونو کې لږ تر لږه ۳۷ تنه په عام محضر کې په تعزیري سزاوو محکوم شوي دي.

د سترې محکمې له خوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې دا شمېر د تېرې میاشتې د لومړیو شپږو ورځو په پرتله تر ۶۸ سلنه ډېر شوی دی.

په تازه پیښو کې د طالبانو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د جنورۍ پر ۱۹مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په بغلان ولایت کې د یو مجرم پر وړاندې د تعزیري سزا حکم عملي شوی دی.

په اعلامیه کې د جرم د نوعیت په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د کابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې، د یکشنبې په ورځ د جنوري ۱۸مه یو تن چې د زنا په تور محکوم شوی و، د دوو کلونو تنفیذي بند او ۳۵ درو په تعزیري سزا محکوم شو.

همدارنګه د فاریاب ولایت د خواجه موسی او قرمقول ولسوالیو ابتدائیه محکمو درې تنه، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، د «نامشروع اړیکو» او «له کوره د تېښتې» په جرم محکوم کړل.

د تیرې پنجشنبې په ورځ د هرات ولایت د ادرسکن، پشتون زرغون او شېندند ولسوالیو ابتدائیه محکمو اووه تنه، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، د «نامشروع اړیکو»، د «لواطت د اتهام» او «غلا» په جرم محکوم کړل.

د نوي میلادي کال په لومړۍ نیټې د طالبانو حکومت اعلان کړی و چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د دې ډلې د مشر لخوا شپږ کسان اعدام شوي او ۱۱۱۸ نور په مختلفو تورونو په عام محضر کې په دورو وهل شوي.

ملګرو ملتونو په دوامداره توګه د طالبانو لخوا اعدامونه او سزاګانې غندلي دي، او ویلي چې دا "د ژوند د اساسي حق سره مطابقت نلري" او هغه یې"د ظالمانه، غیر انساني یا سپکاوي یو چلند یا د سزا یوه بڼه" بللې ده.

د بشري حقونو سازمانونه وايي چې د طالبانو حکومت یو معیاري قضايي سیسټم نلري، او هغه کسان چې د دې ډلې لخوا په جرمونو تورن دي د عادلانه او شفافې محاکمې پرته مجرم ګڼل کیږي، او اکثره وختونه مدافع وکیل ته لاسرسی نلري.

خو طالبانو تل ادعا کړې ده چې دا ډله ، دا سزاوې د دوی د اسلامي شریعت د تفسیر او عدلي بهیر له مخې تطبیقوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG