د لاس رسي وړ اتصالات

میرمنو ته د طالبانو تازه امر: مخونه پټ کړئ


طالبانو دا پوسترونه د کابل په دکانونو او رسټورانټونو کې لګولي دي
طالبانو دا پوسترونه د کابل په دکانونو او رسټورانټونو کې لګولي دي

د طالبانو امر باالمعروف ونهی عنی المنکر وزارت د کابل په ښار کې اعلانونه خپاره کړي چې میرمنو ته پکې د مخ پټولو امر شوی.

وزارت دا پوسترونه د کابل په ښار کې په دکانونو او رسټوارنټونو کې لګولي. په پوسترونو کې د میرمنو داسې انځورونه خپاره شوي چې چادرۍ یې اغوستې دي او پکې لیکل شوي، "مسلمانه میرمن حجاب یا شریعي پرده باید مراعت کړي ځکه دا د شریعت حکم دی".

د طالبانو د امر بالمعروف و نهي عني المنکر د وزارت ویاند صادق عاکف مهاجر د فرانس پریس خبري اژانس ته تائید کړې چې دا پوسترونه هغوي لګولي.

خو د وزارت ویاند ویلي که څوک دا حکم ونه مني سزا نه ورکول کیږي. هغه ویلي، "دا پدې معنی نده که یو څوک دا امر ونه مني وبه وهل شي یا به سزا ورکړل شي، بلکې دا مسلمانې میرمنې هڅول دي چې شریعت تعقیب کړي".

طالبان چې تیر کال د اګست په میاشت کې واک ته رسیدلي، په ځانګړې توګه یې د میرمنو او نجونو آزادي کمه کړې. په ګڼ شمیر ولایتونو کې لا هم د نجونو لیسې تړل شوي پداسې حال کې چې د هلکانو لیسې پرانیستې دي.

د طالبانو دغه وزارت څه وخت مخکې د ترانسپورتونو غوښتي وو چې ښځې پرته له محرم څخه د ۷۲ کیلو مترو څخه لیرې واټن سفر کولو لپاره په خپلو موټرونو کې پورته نکړي. د بشري حقونو نړیوالو ټولنو د طالبالنو دا اقدام په کورونو کې د ښځو د بندي کول ګڼلي دي.

طالبانو د ۱۹۹۰ په لسیزه کې هم په میرمنو د برقو په سر کې کول اجباري کړي و او سره لدې چې اوس په کابل کې نجونې او میرمنې ټیکري په سر کوي خو یو شمیر داسې هم شته چې غربي جامه کوي.

په کابل کې د پوهنتون یوه محصله او د میرمنو د حقونو فعاله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې طالبان پدې کار سره په خلکو کې د ویرې خپرولو هڅه کوي.

دغه فعاله وایي، "د لومړي ځل لپاره مې چې دا پوسترونه ولیدل، وډاره شوم. فکر مې کاوه طالبان به مې ووهي. هغوي غواړي چې زه برقه په سر کړم او د هیڅ شي په توګه وښکارم خو زه به هیڅکله دا کار ونکړم".

طالبان چې لا یې حکومت د نړۍ هیڅ یو هیواد یا ادارې په رسمیت ندی پیژندلی په ملي کچه یې د پالیسو د خپرولو څخه ډډه کړې خو د میرمنو او سړیو لپاره یې یو شمیر لارښوونې خپرې کړي چې په بیلا بیلو ولایتونو کې توپیر هم لري.

په کابل کې د یو رسټورانټ مشره شګوفه نوري چې طالبانو یې دا پوسترونه د رسټورانټ په دروازې کې نصب کړي، دا ښه کار نه بولي او پدې یقین ده چې په خلکو کې به د ډار پیدا کیدو سبب شي. هغه وایي"زه فکر کوم که طالبان په نړیواله کچه په رسمیت وپیژندل شي، دا حکم به عملي کړي".

د دې تازه حکم څخه وړاندې طالبانو تیره میاشت میرمنو ته امر کړی و چې د محرم پرته دې اوږد مزل نکوي.

XS
SM
MD
LG