د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ کې طالبانو سره نښته کې څلور افغان سرتیري وژل شوي


چارواکي وايي طالبانو اووه نور سرتیري له ځان سره بېولي دي.
چارواکي وايي طالبانو اووه نور سرتیري له ځان سره بېولي دي.

د بلخ پولیس وايي چې طالبانو د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې برید کړی او افغان ځواکونو ته یې تلفات اړولي دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل‌شاه عادل د یکشنبې په ورځ د مې ۱۰مه (غويي۲۱) امریکا غږ ته وویل چې طالبانو دغه برید تیره شپه د بلخ ولسوالۍ د علم‌خیلو کلي پر "بابه یوسف" امنیتي پوستې باندې کړی دی.

هغه زیاته کړه: "د لویې لارې څلور نفره سرتیري وژل شوي او طالبانو اوه تنه نور له ځان سره بیولي دي".

د بلخ د پولیسو په وینا د اوو تنو سرتیرو برخلیک چې طالبانو له ځان سره بیولي تر اوسه نه دی څرګند شوی.

په دغه برید کې چې څو ساعته یې دواوم وکړ طالبانو د "بابه یوسف" امنیتي پوسته هم ونیوله، خو د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل چې سیمې ته د تازه دمو سرتیرو په استولو سره یاده پوسته بېرته د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې ده.

ښاغلي عادل زیاته کړه چې په برید کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې خو هغه په دې اړه کره شمېره وړاندې نه کړه.

طالبانو تر اوسه د دغه برید په تړاو څه نه دي ویلي.

وسله‌والو طالبانو په داسې حال کې پر افغان ځواکونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی چې د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د دغې ډلې له مشرانو سره د تاوتریخوالي پر کمول خبرې کړي.

XS
SM
MD
LG