د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو کاپیسا کې ۹ سیمه ییز پاڅونوال وژلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، د یاد ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په برید کې نهه تنه سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي دي.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش نن سې شنبه «سلواغې۲۹مه» امریکا غږ ته وویل چې پېښه تېره شپه دوې بجې د یادې ولسوالۍ د «افغانیه درې» په «حاجیان» سیمه کې رامنځته شوې ده.

ښاغلي شورش وویل چې په دغه جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د کره شمېر په اړه یې څه ونه ویل.

د کاپیسا ولایت چارواکي وايي، طالبانو لومړی د «سنګر» په نوم د سیمه ییزو پاڅونوالو امنیتي پوستې ته چاودنه ورکړې او وروسته یې ورباندې ډله ییز برید کړی دی.

د نجراب ولسوالۍ د «افغانیه درې» سیمې څخه تر دې مخکې هم د وسله والو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي

وسله والو طالبانو د دغه برید د مسؤلیت په منلو سره د ۱۱ سیمه ییزو پاڅونوالو د وژل کېدو او پوځي وسایلو تر لاسه کولو دعوه کړې ده.

دغه پېښه پر داسې مهال رامنځته کیږي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د جګړې ختمېدو په اړه هیلي زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG