د لاس رسي وړ اتصالات

په شینډنډ کې په لسګونو طالب جنګیالي وژل شوي – چارواکي


د هرات محلي چارواکي وایي د شینډنډ ولسوالۍ په پای کشک کلي کې د ایتلافي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د طالبانو یو قومندان او لسګونه جنګیالي وژل شوي دي.


د هرات یو سیمه ایز چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وویل چې د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو د ډلې یو مشهور جنګیالی ملاننګیالی هم په دغه برید کې وژل شوی.

د چارواکي په وینا، دغه برید د چهارشنبې په شپه (جنوری ۸) تر سره شوی او پکې لسګونو طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د افغانستان حکومت تر اوسه په رسمي توګه د دغې پيښې پخلی نه دی کړی خو د پای کشک د ولسوالۍ اوسیدونکو د قومندان ننګیالي او د هغه د جنګیالیو وژل کیدل تائید کړي.

د کلیو اوسیدونکو د امریکا غږ خبریال ته ویلي چې پر طالب جنګیالیو شپږ بریدونه تر سره شوي او په دغه پیښې کې یې د ولسي خلکو د وژل کیدو احتمال رد کړی.

ملا ننګیالی د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو د ډلې غړی و او په دغه ولسوالۍ کې د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو د بلې ډلې قومندان ملا صمد سره په جګړه اخته و.

XS
SM
MD
LG