د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو نظامي محکمې هرات کې یو خبریال په یو کال بند محکوم کړ


Khalid Qaderi - خالد قادری
Khalid Qaderi - خالد قادری

د خبریالانو نړیوال فدراسیون ویلي چې د طالبانو یوې نظامي محکمې په هرات ولایت کې د خالد قادري په نامه خبریال ته چې د نوروز رادیو لپاره یې کار کاوه، د یو کال بند تیرولو سزا ورکړه.

دې فدراسیون نن پنجشنبه مۍ ۱۲ (غوایي۲۲) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د طالبانو استخباراتو ښاغلی قادري د همدې روان ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۱۷مې ونیوه او تر اوسه د هغوی سره بندي و.

د دې نړیوال فدراسیون د معلوماتو له مخې خالد قادري "بهرنیو مطبوعاتو ته د جاسوسۍ" او په ټولنیزو شبکو کې په طالبانو د انتقاد کولو له کبله نیول شوی او محاکمه شو خو د هغه د جرم په هکله یې څه ندي ویلي.

د دې سازمان په اعلامیې کې ویل شوي، " د خبریالانو نړیوال فدراسیون د طالبانود نظامي محکمې لخوا د خالد قادري نیول کیدل او محاکمه کیدل غندي او په سملاسي توګه یې د خوشې کیدو غوښتنه کوي".

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته تائید کړه چې ښاغلی قادری د "خبریالۍ په کوم جرم " تورن نه و بلکې د هرات ابتدائیې محکمې د "جنایي جرم" په خاطر پدې سزا محکوم کړ.

فدراسیون همدارنګه په طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې د خبریالانو ځورول او ربړول دې بند کړي. د دې سازمان د معلوماتو له مخې د طالبانو د بیا راتګ څخه وروسته په افغانستان کې خبریالان د ګواښونو، سختو محدودیتونو او پخپل سرې توګه نیول کیدو سره مخ دي.

طالبان څه باندې اته میاشتې کیږي چې په افغانستان کې یې واک تر لاسه کړی او دا لومړی ځل دی چې دا ډله یو خبریال محاکمه او زنداني کوي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د طالبانو د استخباراتو د ادارې لخوا د خبریالانو او مطبوعاتي ادارو د کار کوونکو د نیولو، شکنجې کولو په دوام اندیښنه ښودلې او ویلي یې چې دې ډلې تیره میاشت دوه خبریالان نیولي او شکنجه کړي و.

دې سازمان همدارنګه ویلي چې د طالبانو د راتګ څخه وروسته تر ۱۰۰ ډیر خبریالان او د مطبوعاتو کار کوونکوي د افغانستان څخه تښتیدلي او د دې احتمال خبردرای یې هم ورکړی چې ښایي د خبریالانو پر ضد ګواښونه ډیر او ځینې مطبوعاتي ادارې خپلې دروزاې وتړي.

د دې تر څنګ د افغانستان د آزادو ژرونالیستانو اتحادیې (AIJA) هم د مطبوعاتو د بندیدیدو د ډیروالی خبر ورکړی و او ویلي یې و چې په تیرو ۸ میاشتو کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۷۲ مطبوعاتي ادارو خپرونې بندې کړي.

د دې اتحادیې یو ویاند پرویز رامین امریکا غږ ته وویل چې د هغوي د معلوماتو له مخې یوازې د روان کال په لومړنیو څلورو میاشتو کې د ۵۴ تصویري، غږیزې او چاپې مطبوعاتو ادارو په کابل او نورو ولایتونو کې فعالیت بند کړی.

ښاغلی رامین پداسې حال کې د مطبوعاتو د تړل کیدو خبر ورکوي چې د بخښنې نړیوال سازمان هم څه موده وړاندې په افغانستان کې د مطبوعاتو سانسور په هکله اندیښنه ښودلې وه او ویلي و چې دا کار مطبوعاتو ته یو ګواښ دی.

XS
SM
MD
LG