د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تېرکال '۶۰۰۰ کسان د سرطان په ناروغۍ' اخته شوي


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې اوس مهال په کابل کې د سرطان د ناروغانو د درملنې لپاره د یو ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړولو کار روان دی.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې اوس مهال په کابل کې د سرطان د ناروغانو د درملنې لپاره د یو ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړولو کار روان دی.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د پیښو د زیاتیدو خبر ورکړی او ویلي دي چې تیرکال ۶۰۰۰ کسان د سرطان په ناروغۍ اخته شوي دي.

ددغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل د سه شنبې په ورځ فبرورۍ څلورم ( سلواغې ۱۶) رسنیو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې ویلي چې په تیر ۲۰۲۴ کال کې تر ۴۲ زرو پورې پر دغې ناروغۍ اخته شویو ناروغانو د درملنې لپاره روغتونونو ته مراجعه کړې وه.

شرافت زمان امرخیل ویلي چې اوس مهال په کابل کې د سرطان د ناروغانو د درملنې لپاره د یو ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړولو کار روان دی، چې ټاکل شوې ژر به د دغې ناروغۍ د ناروغانو د درملنې لپاره پرانیستل شي.

هغه وویل چې د ننګرهار ولایت په ګډون د افغانستان په پنځو زونونو کې د سرطان د ناروغۍ د درملنې لپاره روغتونونه به جوړ شي چې ددغو روغتونونو د جوړیدو وروسته به په کور دننه د سرطان د ناروغۍ د درملنې په برخه کې د روغتونونو اړتیا پوره شي.

هغه وویل: "د عامې روغتیا وزارت ( طالبانو حکومت) هڅه کوي چې وکولای شي په زونونو او مرکز کې د سرطان د ناروغۍ ناروغانو ته په منظم ډول روغتیايي خدمتونه چمتو کړي."

همداشان د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي چې ددغو روغتیايي مرکزونو جوړیدل به د سرطان د ناروغۍ درملنه کې مرسته وکړي او پر دغې ناروغۍ د اخته شویو ناروغانو د مړینې کچه به کمه کړي.

امیرخیل ویلي: " مونږ هڅه کوو چې د سرطان د ناروغۍ په اړه د پوهاوې د پروګرامونو له لارې ددغې ناروغۍ د پیښو د زیاتیدو مخه ونیسو."

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت تراوسه په افغانستان کې د سرطان د ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو دقیق شمیر نه دی ښودلی، خو د روغتیا نړیوال پروګرام د اټکل له مخې په دغه هیواد کې هرکال شاوخوا ۱۵ زره ناروغان پر دغې ناروغۍ اخته کیږي او زرګونه ناروغان چې اکثره یې ښځې او نجونې دي پر دغې ناروغۍ د اخته کیدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ددې دمخه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي وو چې په افغانستان کې هر کال تر ۴۰ زرو پورې کسان د سرطان په ناروغۍ اخته کیږي. ددغه وزارت د پالیسۍ او پلان معین محمد حسن غیاثي تیر ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ د میاشتې په څلورم د سرطان د نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې ویلي وو چې دا ناروغي هرکال په دغه هیواد کې د ۱۶ زرو او ۲۰ زرو ترمنځ کسان وژني.

سرطان په نړۍ کې د زړه او د رګونو د بندېدو له ناروغیو وروسته د انسانانو د مړینې دویم ستر لامل دی. د روغتیا نړیوال سازمان د احصايې له مخې هر کال په نړۍ کې نږدې لس میلیونه کسان د سرطاني ناروغیو له امله مري.

په نارینو کې تر ټولو وژونکي سرطانونه د سږو، پروستات، کولمو، مقعد، د پانقراس او ځيګر سرطانونه دي. په ښځو کې د بیا سږو، تیو(سینې)، کولمو، مقعد، پانقراس او توخمدان (هګۍ دانې) سرطانونه په ترتیب سره تر ټولو زیات وژونکې سرطانونه دي.

ددې ډلې څخه د سږو سرطان د نارینو او ښځو د مړینې تر ټولو لوی لامل ګڼل کیږي. د دې ډول سرطان په ناروغانو کې د ژوندي پاتې کیدو چانس یوازې ۲۲ سلنه دی.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه د سګرټ څکول د سږو د سرطان د ۸۵ سلنه پېښو لامل بللی دی. بلخوا کورنۍ مخینه او وراثت، په پرله پسې توګه د لمر وړانګو ته مخامخ کېدل، د راډون ګاز سره دوامداره تماس او محیطي عوامل لکه د هوا ککړتیا او په چاپیریال کې د زهرجنو کیمیاوي موادو شتون هم د سږو په سرطان د اخته کېدو لاملونه بلل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG