د لاس رسي وړ اتصالات

سټولټنبرګ: ناټو د افغانستان امنیت ته ژمنه ده


د ناټو مشر له زلمي‌ خلیلزاد سره لیدلي
د ناټو مشر له زلمي‌ خلیلزاد سره لیدلي

د شمالي اتلانتیک یا ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې وسله وال طالبان باید خپلې ژمنې عملي او تاوتریخوالی کم کړي.

ښاغلي سټولټنبرګ تېره ورځ اکتوبر۱۵ (تلې۲۴) په خپل ټویټر لیکلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره یې خبرې کړي دي.

هغه ویلي: "د دوحې خبرې په افغانستان کې د سولې لپاره ښه فرصت رامنځته کوي، طالبان باید خپلې ژمنې عملي کړي او د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي. ناټو د افغانستان امنیت ته ژمنه ده."

نوموړی له خلیلزاد سره لیدنه کې په افغانستان کې د سولې له بهیر او ثبات ټينګېدو څخه د ناټو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

بلخوا تېره ورځ د افغان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي چې د جګړې زیاتوالی د افغان سولې بهیر له ګواښ سره مخامخ کوي.

ښاغلي خلیلزاد په یو ټویټ کې لیکلي: "له طالبانو سره د جنرال میلر او زما له څو غونډو وروسته، موږ توافق وکړ چې د متحدو ایالتونو-طالبانو توافقنامې د ټولو برخو او د ټولو شویو ژمنو پلي کولو سره جدي مطابقت لپاره، اقدامات بیا-سم کړو."

د ښاغلي خلیلزاد په وینا د "نویو ترتیباتو" پلي کیدل به د امریکا له خوا په فعاله توګه وڅارل شي. هغه وویل: "دا د عملیاتو د شمیر د کمولو مانا ورکوي. اوسمهال خورا ډیر افغانان مري.‌ له بیا-سمون سره، موږ تمه لرو چې پدغه شمیر کې د پام وړ کمښت راشي."

ناټو پر داسې مهال پر طالبانو دتاوتریخوالي کمولو غږ کړی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.

هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د چارواکو په وینا طالبانو د افغان سرتیرو پر ضد خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د بهرنیو مرستندویه ادارو په وینا تر دا مهاله زرګونه کورنۍ د هلمند د جګړې له امله بېځایه شوي او د ژوندانه لومړنیو اړتیاو ته لاس رسی کم شوی دی.

XS
SM
MD
LG