د لاس رسي وړ اتصالات

کابلی: افغان حکومت باید د طالبانو نوي تکتیکونه پېدا کړي


طالبانو د "عمري" په نامه د افغان حکومت پر ضد د نویو بریدونو اعلان وکړ، خو افغان حکومت دا د خپل دښمن سیاسي او پوځي تبلیغات بولي.

د سیاسي چارو ځیني شننونکي په دې باور دي، چې شاید د طالبانو د نوي اعلان سره په افغانستان کې د هغوی بریدونه هم زیات شي. ناټو او ملګري ملتونه وايي د طالبانو په بریدونو او جنګونو کې تېرکال څه باندې پنځه زره افغان امنیتي ځواکونه او ۳۰۰۰ ولسي خلک ووژل شول.

د پوځي چارو کارپوه نیک محمد کابلی وايي، شاید دا وارې د طالبانو ډېر پام د ځایونو او سیمو د نیولو پر ځای په پراکنده بریدونو او چاودنو ورټول وي.

ښاغلي کابلي د امریکا غږ خبریال جعفر هاند سره په مرکه کې وویل که افغان حکومت غواړي چې د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي، باید د خپلو کشفي او اطلاعاتي ارګانونو په مرسته د هغوی نوي تکتیکونه پېدا کړي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:01 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG