د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو پارکونو ته د ښځو او نارینوو د ورتګ ورځې بیلې کړې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په کابل ښار او اړوند سیمو کې تفریحي پارکونو ته پر یو مهال د ښځو او نارینه پر ورتګ بندیز اعلان کړ او پارکونو ته د ښځو او نارینوو د ورتګ لپاره یې بیلې ورځې وټاکلې.

د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نن یکشنبه مارچ ۲۷ (وري اوومه) په یوې اعلامیې کې یکشنبه، دوشنبه او سې شنبې ورځې د ښځو لپاره ټاکلي او چهارشنبه، پنجشنبه، جمعې او شنبې ورځې د نارینو لپاره ټاکلي دي.

د یاد وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې ښځې باید پارکونو ته د ورتګ پرمهال شرعي حجاب مراعت کړي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په اعلامیه کې راغلي:"د کابل ښار او مربوطاتو په ټولو پارکونو کې به تر دې وروسته د نارینه او ښځینه و د ورتګ ورځې جلا وي، د يکشنبې، دوشنبې او سه شنبې ورځې به د زنانه و لپاره ځانګړې وي او د چهارشنبې، پنجشنبې، جمعې او هفتې ورځې به د سړیو لپاره ځانګړې وي."

د دغه وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ښځو په ورځ پارکونو ته نارینونو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کیږي.

د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له طالب سرتیرو څخه غوښتي چې له پوځي یونیفورم او وسلو سره باید پارکونو ته ولاړ نشي.

وزارت ټینګار کړی که چیري طالبان له پوځي وسایلو او یونیفورم سره پارکونو ته ولاړ شي د پارکونو د مالکانو او مسؤلینو سره به جدي چلند وکړي.

یاد وزارت همدارنګه د پغمان درې، شکردرې، استالیف او نورو سیمو ته د تفریح لپاره له تلوونکو کورنیو څخه غوښتي چې په یادو ځایونو کې شرعي حجاب مراعت کړي او له پردیو خلکو څخه ځانونه وساتي.

د امر بالمعروف وزارت پر داسې مهال یاد اقدام کوي چې تر دې مخکې د ځینو پارکونو د مسؤلینو لخوا د نارینه وو او ښځو ورځې بېلي شوي وې.

XS
SM
MD
LG