د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د اشرف غني د بیرته راتګ خبر سم ندی


وروسته له هغې چې د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي ته د ټویټر په منسوبې پاڼې کې هیواد ته د افغانستان د مخکني ولسمشر د بیرته تګ خبر په ټولینزو رسنیو کې لاس په لاس شو، د طالبانو ډلې دغه پاڼه "جعلي" وګڼله.

عبدالسلام حفني ته په منسوب ټویټ کې لیکل شوي وو چې ټاکل شوې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د یو لړ نورو همکارانو سره "بیرته راشي او په پلرني وطن کې ژوند وکړي".

پدې ټویټ کې همداشان د طالبانو هغه ادعا چې تل یې کوي هم ذکر شوې چې وایي هیڅ یو افغان ته "محدودیت او ګواښ نشته" ټول کولای شي وطن ته راشي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټویټ کې لیکلي چې: "د ټویټر دغه پاڼه چې د ریاست الوزرا د مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په نامه جوړه شوې جعلي ده."

هغه ویلي هیله من دی چې څوک د محمداشرف غني او د هغه د همکارانو په خبر باور ونکړي.

له دې څخه دمخه د محمد اشرف غني د دفتر پخوانی رئیس او د سولې په چارو کې د افغانستان د جمهوریت د دولت وزیر سلام رحیمي بیرته کابل ته تللی او د طالبانو د یو شمیر لوړپوړو مقاماتو سره یې کتلي دي.

سره له دې چې طالبانو په وار وار ویلي د عمومي عفو له اعلان وروسته هیچا ته ګواښ نشته، د بشري حقونو د ملاتړ ډلې دغه ډله د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د څه دپاسه ۱۰۰ تنو په وژنه توره کړې ده.

د طالبانو د امر به معروف وزارت سرپرست محمد خالد حنفي ویلي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د مصالحې د عالي شورا پخوانی رئیس عبدالله عبدالله او د د افغانستان د سنا پخوانی رئیس فضل هادي مسلمیار، "ستر مجرمین" دي چې په وینا یې عفو شوي او د هغوی ساتنه کوي.

خالد حنفي د نومبر پّ ۱۶ (لړم ۲۵) وویل: "له کرزي څخه څوک ستر مجرم دی؟ د ډاکتر عبدالله څخه څوک ستر مجرم و؟ اسلامي امارت د هغوی ساتنه کوي، د نورو نشي کولای؟ د مسلمیار څخه ستر مجرم شته؟ د هغوی ټولې سوانح مونږ ته معلومې دي."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د روانې میاشتې په پیل کې وویل په افغاستان کې شاوخوا ۱۰۰ پخواني پوځیان او د نړیوالو ځواکونو همکاران د طالبانو د کسانو له لورې وژل شوي دي.

انتونیو ګوتیرش وویل چې ددغو افرادو د وژنې په اړه "باوري تورونه" دغه سازمان ته رسیدلي دي.

ښاغلي ګوتیرش زیاته کړه چې د "عمومي عفو"، سره سره ددغو کسانو څه دپاسه "دریو نه دوه برخې" طالبانو یا دغې ډلې پورې تړلو کسانو وژلي دي.

له دې دمخه د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار ډلې هم طالبان د افغانستان د پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونو د څه دپاسه ۱۰۰ منسوبینو پّ صحرایي اعدامونو تورن کړي وو او ویلي وو چې پدې هکله "معتبر تورونه" شته.

ددې رپوټ په اساس طالبانو د حکومتي کارکوونکو د کاري سابقې د ارزونې نه په استفادې دغه کسان تشخیص کړي، نیولي او اعدام کړي دي. خو د طالبانو ډله دغه رپوټونه رد کړي دي.

د طالبانو مشر هبت‌الله آخندزاده په هغه فرمان کې چې د ډسمبر په ۳۰ (مرغومي ۹) د طالبانو د یو ویاند محمد نعیم په ټویټژ کې خپور شوي ویلي چې: "د عفو اعلان ته درناوی وکړئ او د تیر نظام کارکوونکو ته د تیرو جرمونو په دلیل سزا مه ورکوئ."

هبت‌الله آخندزاده د طالبانو د واکمن کیدو وروسته عمومي عفو اعلان کړه او وویل چې طالبان د غچ اخیستنې په لټه کې ندي.

XS
SM
MD
LG