د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو اماراتو ته د کرزي د سفر غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی- سرچېنه 


د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي‌ ته یوې نژدې سرچېنې امریکا غږ ته ویلي دي ښاغلي کرزي پلان لره متحدو عربو اماراتو ته ولاړ شي چې د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان کورنۍ ته د هغه د مړینې له کبله د تسلیت مراتب وړاندې کړي.

دغې سرچېنې وویل چې ښاغلي کرزي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته احوال ورکړی و چې غواړي اماراتو ته سفر وکړي.

وايي نوموړي غوښتل چې د «کام ایر هوايي شرکت په الوتکه کې د متحدو عربو اماراتو د سفارت له مقاماتو سره یو ځای ولاړ شي، خو طالبانو د هغه د سفر دا غوښتنه نه رد کړې او نه هم تائید کړې ده او د هغه دفتر ته یې ویلي دي چې د طالبانو د حکومت ځواب ته منتظر شي.»

تر دې مخکې ځینو راپورونو ویل چې طالبانو ښاغلي کرزي ته اجازه نه ده ورکړې چې له افغانستان څخه ووځي، خو دغې سرچېنې دا راپورونه رد کړل.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته په لومړي ځل څو ورځې مخکې له افغانستان څخه ووت.

تر هغه مخکې د افغانستان د مشرانو جرګې مشر هم اماراتو ته تللی و چې بیا بېرته کابل ته ستون شو.

څه موده مخکې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي په یوې غونډې کې حامد کرزی، عبدالله عبدالله او فضل هادي مسلمیار «لوی مجرمین» بللي وو او ویلي چې هغوی ته «بخښنه» شوې او ساتنه یې کېږي.

راپورونه وایي چې طالبانو له دغو افغان سیاستوالو څخه ضمانت اخیستی چې بېرته به هېواد ته ستنېږي. د طالبانو حکومت په رسمي ډول اماراتو ته د ښاغلي کرزي د دغه سفر د کېدو او نه کېدو په اړه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG