د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړو؛ هیوادونه دې هم خپل مکلفیتونه ترسره کړي


د طالبانو حکومت پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل د ۴۴ کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا ډله د ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي او په کار دي چې هیوادونه هم په دې برخه کې خپل مکلفیتونه ترسره کړي.

د طالبانو حکومت د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۷ ( مرغومې شپږم) په یوه اعلامیه کې یوځل بیا د نورو هیوادونو په چارو کې په لاس نه وهنې باندې ټینګار کړی او ویلي دي چې هیچاته هم ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانانو حقونه تر پښو لاندې کړي او یا هم ددغه هیواد په کورنیو چارو کې لاس ووهي.

په اعلامیه کې ویل شوي: " اسلامي امارت (طالبانو حکومت) د نړۍ د ټولو هیوادونو او له نږدې او لیرو اړخونو غواړي چې د اسلامي اصولو پر اساس د ښه او قوي اړیکو د ټینګیدو په برخه کې دې خپل مکلفیت ترسره کړي، ترڅو په سیمه او نړۍ کې د امن او هوساینې په برخو کې ټینګ ګامونه پورته شي او د تیر جنګ څخه زیږیدلې ګډوډي، ویجارتیا او نه باور له منځه لاړ شي".

طالبان افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې واک ته د بیا رسیدلو راهیسې دا ورځ د غونډو په ترڅ کې نمانځي. د طالبانو دمخه د پخوانیو مجاهدینو ډلو هم چې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو پر وړاندې یې څه باندې لس کاله وسله واله مبارزه کړې وه دغه ورځ د سترو غونډو په ترڅ کې هرکال نمانځله.

د طالبانو حکومت یو شمیر چارواکو د چهارشنبې په ورځ په دې مناسبت کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته په ویناو کې یو ځل بیا د نورو هیوادونو پرخلاف د افغانستان له خاورې د کار په نه اخیستلو ټینګار کړی او ویلي دي چې د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د ښواړیکو غوښتونکي دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې افغانان له بهرني اشغال څخه سخته کرکه لري او په خپله خاوره کې غیر اسلامي نظام نشي زغملی.

مولوي عبدالکبیر د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو پر وړاندې د افغانانو د مبارزو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د ماتې وروسته د قدرت پر سر جګړو په هېواد کې په بشپړ ډول د اسلامي نظام د ټینګیدو مخه ونیوله.

هغه ادعا وکړه چې د القاعده د ډلې مشر اسامه بن‌لادن د امریکا لپاره یوه بهانه وه، امریکا پرته له اسامه هم غوښتل په افغانستان برید وکړي.

همدې غونډې ته د طالبانو د حکومت ریاست الوزرا ادارې مرستیال ملا عبدالسلام حنفي او ددغه حکومت د بهرنیو او کورنیو چارو د وزیرانو په ګډون د طالبانو یو شمیر چارواکو هم ویناوې کړې.

ملا عبدالسلام حنفي په خپله وینا کې له ګاوڼدیو هیوادونو څخه د افغانانو د شولو مسلې یادونه کړه او ویې ویل چې تراوسه له ګاوڼدیو هیوادونو څخه تر ۸۰۰ زرو پورې افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته شړل شوي دي. هغه د دغو هیوادونو څخه د افغانانو شړل د ټولو نړیوالو معیارونو پرخلاف وبلل.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني هم دې غونډې ته وویل، چې ځینې هېوادونه غواړي د کډوالو په جبري ایستلو سره اسلامي نظام تر ګواښ لاندې راولي خو دا د ولس مسولیت دی چې له اسلامي امارت (طالبانو حکومت) سره په ګډه د ناخوالو په له منځه وړولو کې ونډه واخلي.

دې غونډې ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په خپله وینا کې وویل، چا چې یو ځل په افغانستان کې ماته خوړلې که هغه پخوانی شوروي اتحاد و نن روسیه ترې جوړه ده، که لویه برېتانیه وه، یوازې برېتانیه ترې جوړه ده او همداسې امریکا به هم یوازې په امریکا پورې منحصره وي او هېڅوک بیا ددې توان نه لري چې افغانستان اشغال کړي.

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونود ۱۹۷۸ کال د ډسمبر ۲۷ ( مرغومې شپږمه ) ورځ پرافغانستان باندې تیری وکړ، د خلق د دموکراتیک ګوند په مشرۍ د حافظ الله امین رژیم یې نسکور کړ او پرځای یې د خلق د دموکراتیک ګوند یو بل مشر ببرک کارمل ته په کابل کې واک وسپاره.

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په میاشت کې له افغانستان څخه ووتل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG