د لاس رسي وړ اتصالات

امیر عبداللهیان: طالبان داعش نه، بلکې د افغانستان واقعیت دی


د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان یو کنفرانس ته په وینا کې ویلي چې طالبان داعش ډله نه ده، بلکې د افغانستان د ټولنې واقعیت دی.

د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې حسین امیر عبداللهیان د شنبې په ورځ ډسمبر نهم( لیندۍ ۱۸) د تهران پوهنتون په فني پوهنځي کې زده کوونکو ته په وینا کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې د داعش سره په جګړه کې ښکیل دي.

ښاغلي عبداللهیان ویلي:" نن ورځ طالبان په افغانستان کې د داعش پر وړاندې جنګیږي، خو دا په دې معنی نه دی چې طالبان باید یو ټولشموله حکومت جوړ نکړي او دا په دې معنی هم نه دی چې په افغانستان کې نور قومونه باید غافل پاتې شي".

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د روانو ستونزو حل د یو ټولشموله حکومت جوړیدل وښودل او ویې ویل چې طالبانو ورسره ژمنه کړې چې په همدې لور حرکت کوي.

طالبانو لا تراوسه د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو د طالبانو د حکومت ویاند په پرله پسې ډول ویلي چې حکومت کې یې د ټولو قومونو استازي برخه لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ ډسمبر اتم (لیندۍ ۱۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د ټولشموله حکومت په اړه د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار وروستیو څرګندونو ته په غبرکون کې ویلي و چې طالبانو هیچا ته د ټولشموله حکومت د جوړیدو ژمنه نه ده ورکړې.

ښاغلي مجاهد لیکلي:" د افغانستان اسلامي امارت[طالبانو حکومت] هیڅ چیرې هم له چا سره د دا ډول حکومت جوړیدو ژمنه نه ده کړی. په دې اړوند د حکمتیار صاحب خبرې سمې نه دي، باید د هیواد مشران بې اسنادو خبرې ونه کړي".

ګلبدین حکمتیار د خپل ګوند غړو سره په انلین بڼه په خبرو کې ادعا کړې وه چې د امریکا متحده ایالاتو د طالبانو حکومت سره د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو په سر خبرې کړي او په دې اړه یې یو لیست هم د طالبانو حکومت ته سپارلی دی.

د بلې خوا د افغانستان سره د ایران سرحدي ولایت خراسان رضوي چارواکو ویلي چې په تیره یوه اونۍ کې یې په زرګونو افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه کړي دي.

د ایران د خراسان رضوي د ولایت یو چارواکي مجید شجاع د یکشنبې په ورځ ډسمبرلسم(لیندۍ۱۹) ویلي چې ۱۳ زره او ۲۰۴ افغان کډوال د تایباد د سرحدي ساتوونکو له خوا په تیره یوه اونۍ کې افغانستان ته شړل شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې مجید شجاع ویلي:" دا اتباع د دوغارون د سرحدي دروازو له لارې د افغانستان استازي ته سپارل شوي دي، افغان وګړي چې په غیرقانوني ډول ایران ته د ننوتلو نیت لري او یا په غیرقانوني ډول په ایران کې حضور لري، نیول کیږي او له هیواد څخه ایستل کیږي".

هغه له افغانانو وغوښتل چې ایران ته دې په غیر قانوني ډول سفر څخه ډډه وکړي.

ددې دمخه د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي و:" د غیر قانوني بهرنیو وګړود پاتې کیدو او ورته د خدمتونو وړاندې کیدل امکان نلري او دا ځکه چې غیرقانوني کډوال د پیژندلو وروسته کمپونو ته استول کیږي او له هغه ځایه خپل وطن ته بیرته ستنول کیږي".

تیره اونۍ ایران ددغه هیواد په ۱۶ ولایتونو کې د افغان کډوالو په اوسیدلو او سفر باندې بندیز اعلان کړ.

ایراني چارواکو ویلي چې دا پریکړه د دغه هیواد د ملي امنیت د عالي شورا د امر پر اساس شوې ده.

د ایران د اینسا خبري اژانس د راپور له مخې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي:" په ځینو سیمو کې دمخه هم همداسې وو او ځینې سیمې ځانګړې شوي چې په هغو کې اتباع[افغانستان] حضور ونلري او دا موضوع د همدې مسلې دوام دی او جدي موضوع نه ده".

د ایران د کورنیو چارو وزیر تیره اونۍ وویل، چې تر ۴۰۰ زرو پورې افغان کډوال یې له دغه هیواد څخه افغانستان ته ستانه کړي دي. خو هغه وویل چې ددغو ستنو شویو یو شمیر یې بیرته ایران ته تللي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان ویلي چې اوس مهال په ایران کې ۴.۵ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

خو د ایران د کورنیو چارو وزیراحمد وحیدي ویلي چې اوس مهال په دغه هیواد کې تر پنځه میلیونو پورې افغان کډوال د اوسیدانې په قانوني اسنادو او د اسنادو پرته ژوند کوي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې د روان ۱۴۰۲ کال د لیندۍ د میاشتې له اول څخه تر ۱۹ ورځې پورې له ۲۱ زرو او ۵۰۰ څخه زیات افغان کډوال له ایران څخه په جبري ډول او په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG