د لاس رسي وړ اتصالات

میدان وردګ کې بند ۴۲ روغتیايي مرکزونه بېرته پرانیستل شول


په میدان وردګ ولایت کې د سویډن کمېټې بند ۴۲ روغتیايي مرکزونه نن جمعه بېرته د خلکو پر مخ پرانیستل شول.

یاد روغتیايي مرکزونه د تېرو پنځو ورځو راپدېخوا د طالبانو د ګواښ له امله د خلکو پرمخ تړل شوي و.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د پروګرامونو مسؤل ډاکټر خالد فهیم نن جمعه د «چنګاښ پر۲۸مه» امریکا غږ ته وویل، چې طالبانو بېرته د یادو روغتیايي مرکزونو د خلاصولو اجازه ورکړې ده.

هغه وویل:"موږ په میدان وردګ کې له سیمه ییز دفتر سره اړیکه نیولې ده،د هغوی د معلوماتو له مخې ورته ویل شوي چې کلینیکونه بېرته خلاص کړي، هغه کلینیکونه چې څلورویشت ساعته خدمات وړاندې کوي، هغوی ته موږ د همدغه معلوماتو پر اساس ویلي، چې نوکریوالان په کلینیکونو کې خپلو وظیفو ته حاضر شي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار هم پر خپل ټوېټر پاڼه د یادو روغتیايي مرکزونو د خلاصېدو خبر ورکړی دی:

طالبانو روانه میاشت په دایمیرداد ولسوالۍ کې پر یو روغتیايي مرکز د افغان ځواکونو تر عملیاتو وروسته چې څلور روغتیايي کار کوونکي پکې ووژل شول د یادو روغتیايي مرکزونو د تړلو ګواښ وکړ.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې د پروګرامونو مسؤل امریکا غږ همدارنګه وویل، چې د دغه روغتیايي مرکزونو په تړل کېدو سره هره ورځ ۵۷۰۰ تنه له وړیا درملنې څخه بې برخې کېدل.

طالبانو هم په یوه اعلامیه کې یادو روغتیايي مرکزونو ته د بېرته فعالیت د اجازې خبر ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې مسؤلینو د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې د نړیوالو بشري قوانیونو او حقوقو له مخې د روغتیايي مرکزونو امنیت او خوندیتوب ته پام وکړي.

XS
SM
MD
LG