د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې په مذاکراتو کې د طالبانو دریځ "مبهم او ناڅرګند" دی – راپور 


د پوځیانو د کمولو په اړه د امریکا پرېکړې ته په کتو، راپور کې لیکل شوي چې د سولې "کاواکه بهير له لوړو خطرونو سره مل دی." 
د پوځیانو د کمولو په اړه د امریکا پرېکړې ته په کتو، راپور کې لیکل شوي چې د سولې "کاواکه بهير له لوړو خطرونو سره مل دی." 

د کړکېج نړیوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره خبر ورکړی چې "د يو شمېر هغو حياتي موضوع ګانو په اړه د طالبانو دريځ لا هماغسې مبهم او ناڅرګند دی چې د افغانستان له حکومت سره به پرې غږيږي."

په دغه راپور کې چې د سه شنبې په ورځ اګست ۱۱مه (زمري ۲۱مه) خپور شوی لیکل شوي چې طالبان د افغانستان

د راتلونکې په اړه د اجماع په رامنځته کولو کې اوږده لاره پر مخ لري او د مذاکراتو د بریالیتوب لپاره "خورا مهمه ده چې طالبان يو منسجم سياسي لرليد وټاکي" او "جوړجاړي" ته چمتوالي وښيي.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې په پام کې ده په راتلونکو ورځو کې په قطر کې طالبان د افغانستان د اسلامي جمهوریت له مرکچیانو سره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

د کړکېچ نړیوال سازمان له طالبانو څخه غوښتي چې د مذاکراتو په لړ کې د ښځو او لږکیو د حقونو د ساتنې پر څرنګوالي خپل دریځ روښانه کړي او څرکنده دې کړي چې د افغان پوځیانو په جوړښت کې څه ډول بدلون غواړي او جنګیالي یې په دغه جوړښت کې څه ونډه درلودلی شي.

لکه څنګه چې د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولڼې مکرراً د تېرو دوو لسیزو پرمختګونو او لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار کړی، د کړکېچ نړیوال سازمان ویلي چې د سولې په اړه د کابل دریځ "نسبتاً روښانه" دی او تر خپلې وسې به د اوسني وضعیت پر خوندي کولو تمرکز وکړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ د دولت د سولې له مرکچیانو سره په ارګ کې کتلي دي. پدې مجلس کې ولسمشر ویلي چې حکومت یې د سولې لپاره عملي اقدامات کړي او "موخه مو داده چې جګړه په اساسي توګه پایته ورسېږي".

د کړکېچ د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې د طالبانو دا هیله ډېره پراخه ده چې غواړي هېواد "له بهرنيو نظامي ځواکونو څخه خلاص کړي" او هغه څه بیا رامنځته کړي چې دوي یې "مشروع اسلامي واکمني ګڼي."‌

د پوځیانو د کمولو په اړه د امریکا پرېکړې ته په کتو، راپور کې لیکل شوي چې د سولې "کاواکه بهير له لوړو خطرونو سره مل دی."

امریکايي چارواکو ویلي چې ښايي دوي په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۵۰۰۰ راکم کړي. د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ اګست ۱۰مه (زمري ۲۰مه) د یوې اعلامیې د خپرولو په ترڅ کې لیکلي چې "امریکا به په راتلونکو څلورو میاشتو کې شرایطو ته په کتو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو کمولو ته دوام ورکړي".

راپور زیاتوي چې د طالبانو استازو نړیوالې ټولنې ته د یوه "ټولشموله" حکومت د جوړولو ډاډ ورکړی خو ددغې ډلې ځینې غړي ادعا لري چې د "اسلامي امارات" د جوړولو لپاره جګړه کوي او دا د طالبانو د موخو په اړه د اجماع نشتون څرګندوي.

د رغندو مذاکراتو د یقیني کولو لپاره، د کړکېچ نړیوال سازمان سپارښتنه کړې چې طالبان دې د "جنګ په اړه له پیغام رسولو" نه ډډه وکړي او د افغانستان د مدنې ټولنې او بشري مرستندویو ادارو په شمول دې، له اړوندو خواوو سره د سولې پراخو مذاکراتو ته ځانونه چمتو کړي.

همدارنګه، د افغانستان حکومت ته سپارښتنه شوې چې د طالبانو په "چلن او خطاب کې هر ډول بدلون ورغبرګ کړي" او د جوړجاړي لپاره د هغوي روحیه وستايي. د کړکېچ نړیوال سازمان له بهرنیو هېوادونو څخه غوښتنه کړې څو طالبان وهڅوي چې" په خبرو اترو کې خپل ګډون د کارنده داخلي بحثونو او پراخې بهرنۍ راشه درشه له لارې پياوړی کړي."

XS
SM
MD
LG