د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا شرایطو ته په کتو افغانستان کې تر نوامبر پورې د خپلو پوځیانو شمېر ۵۰۰۰ ته راکموي


د امریکا د دفاع وزارت په اعلامیې کې تمه ښودل شوي چې د نوامبر میاشتې تر پایه پورې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر تر ۵۰۰۰ راکم شي
د امریکا د دفاع وزارت په اعلامیې کې تمه ښودل شوي چې د نوامبر میاشتې تر پایه پورې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر تر ۵۰۰۰ راکم شي

د امریکا د دفاع وزارت (پنټګان) ویلي چې ښايي دوي په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۵۰۰۰ راکم کړي.

پنټګان د دوشنبې په ورځ اګست ۱۰مه (زمري ۲۰مه) د یوې اعلامیې د خپرولو په ترڅ کې لیکلي چې "امریکا به په راتلونکو څلورو میاشتو کې شرایطو ته په کتو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو کمولو ته دوام ورکړي".

د اعلامیې په یوې بلې برخې کې تمه ښودل شوې چې د نوامبر میاشتې تر پایه پورې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر تر ۵۰۰۰ راکم شي.

اعلامیه زیاتوي "د تل په څېر، دا کموالی شرایطو پورې تړلی دی. له کانګرس سره په سلا مشورو او ناټو او نورو متحدینو سره په مستقیمې همغږۍ کې عملي کېږي".

د ناټو اعلامیه د دفاع وزیر مارک اېسپر د هغو څرګندونو وضاحت بلل کېږي چې د شنبې په ورځ یې په افغانستان کې د پوځیانو د کمولو اعلان کړی و.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافقنامې له مخې، اوسمهال په افغانستان کې ۸۶۰۰ امریکايي پوځیان دېره دي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یوه اونۍ مخکې په یوې ټلویزیوني مرکې کې ویلي وو چې د نوامبر میاشتې د جمهوري ریاست تر ټاکنو پورې به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر "څلور-پنځه زره" وي.

د پوځیانو د شمېر د راکمولو په اړه د امریکايي چارواکو تازه څرګندونو ته په اشارې، د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې لازمه وړتیا لري.

XS
SM
MD
LG