د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي ۳۰۰۰ لېتره الکولي مشروبات یې له منځه وړي 


تصویر: ارشیف

د طالبانو د حکومت استخباراتي ماموران وايي چې په کابل کې یې نیول شوي «۳۰۰۰زره لېتره الکولي مشروبات» یې په کابل کې په یو کانال کې خوشي کړي او له منځه وړي‌ دي.

د طالبانو د حکومت د استخباراتو ادارې په خپرې شوې ویدیو کې ښودل کیږي چې د دغې ادارې مسئولین په بیلرونو کې ذخیره شوي «الکولي مشروبات» چپه کوي.

دوی وايي چې دا الکولي مشروبات یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي،‌ خو نه یې دې ویلي چې دا عملیات کله او دقیقآ په کومو ځایونو کې شوي‌ دي.

طالبانو نن یکشنبه جنوري دویمه «مرغومې۱۲» په ټویټر کې دا ویدیو خپره کړې او یو طالب چارواکي په کې وايي چې «مسلمانان باید د الکولي مشروباتو له جوړولو او انتقالولو څخه ډډه وکړي».

د طالبانو تر راتګ مخکې په افغانستان کې په تېرو حکومتونو کې هم په الکولي مشروباتو بندیز و، خو طالبان په دې اړه لا جدي برېښي.

طالبان وايي چې د دغو غیر الکولي مشروباتو په تور یې درې کسان نیولي هم دي.

طالبان د ۲۰۲۰ د اګست په میاشت کې کابل ته ننوتل.

XS
SM
MD
LG