د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: له محرم پرته ښځې نشي کولای اوږد سفر وکړي


طالبانو د مسافر وړونکو موټرونو له چلوونکو غوښتي چې له "محرم"‌ پرته ښځې د اوږده واټن سفرونو لپاره انتقال نکړي.

د طالبانو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت پدغه لارښونه کې چې د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۶ (مرغومي ۵) صادره شوې د مسافر وړونکو موټرو له چلوونکو غوښتي دي، هغه ښځې چې اسلامي حجاب ېې نه وي مراعت کړی، په موټرونو کې پورته نکړي.

ددې وزارت ویاند صادق عاکف مهاجر، د یکشنبې په ورځ د فرانس پرس اژانس ته وویل: "هغو ښځو ته چې له ۷۲ کیلومتره لرې سفر کوي په هغه صورت کې چې د کورنۍ یو نږدې غړی ورسره مل نه وي باید په موټر کې د پورته کیدو اجازه ورنکړل شي."

په نوې لارښونه کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې همداشان له خلکو غوښتل شوي چې په خپلو نقلیه وسایطو کې د موسیقۍ له خپرولو ډډه وکړي.

طالبانو د کابل له نیولو وروسته د زیات شمیر ښځو مخنیوی کړی چې خپلو دندو ته لاړې شي او د سپتمبر په ۱۷ یې د هلکانو ښوونځي پرانستي خو د شپږم ټولګې پورته نجونو ته یې ښوونځیو ته د تګ اجازه نده ورکړې.

پدې ترڅ کې دغه وزارت څه وخت مخکې هم د افغانستان د تصویري رسنیو لپاره نوي مقررات خپاره کړي وو.

د طالبانو ددغو مقرراتو په اساس ښځینه ویاندویانې باید اسلامي حجاب رعایت کړي. همداشان په تلویزیوني سریالونو او تمثیلي پروګرامونو کې چې ښځې په کې منع شوي د، خو دا وضاحت ندی ورکړل شوی چې ولې باید ښځه تمثیل ونکړي.

د طالبانو نوي مقررات د بشري حقونو د فعالینو له لورې محکوم شوي دي. د بشري حقونو د څار سازمان هم په دغه دستورالعمل سخت انتقاد کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د برخې رئیسې هدر بار، د فرانس پرس اژانس ته وویل: "دغه نوی فرمان اساساً... تر ډیره د ښځو د زنداني کولو لپاره دی."

هغې زیاته کړه چې دا "هغه فرصتونه چې [ښځې] په ازاده حرکت وکړي، بل ښار ته سفر وکړي، سوداګري وکړي، (یا) وکړای شي د تاوتریخوالي سره د مخامخ کیدو په صورت کې له کوره وتښتي، د هغوی پرمخ تړي".

XS
SM
MD
LG