د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو تفریحي پارکونو ته د ښځو تګ منع کړ


طالبان په پارک کې د لوبو پرمهال 
طالبان په پارک کې د لوبو پرمهال 

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن منکر وزارت په یو تازه اقدام کې تفریحي پارکونو ته د میرمنو تګ منع کړی دی.

ددغه وزارت یو ویاند رویټرز خبري اژانس ته تائید کړې ده چې تفریحي پارکونو ته به د میرمنو په تګ قیودات وضع شي، خو هغه په دې اړه ډیر جزیات ندي ورکړي.

تر اوسه دا معلومه نده چې دغه قیودات به تر کومې اندازې پراخ وي او آیا په عامه ځایونو او پارکونو کې به د میرمنو لپاره د مشخصو ورځو د ټاکلو په اړه د امر بالمعروف او نهی عن منکر پخوانۍ پریکړه متاثره کړي که نه.

د طالبانو د حکومت ویاند بلال کریمي هم په دې اړه پوښتنو ته ځوابونه ورنکړل.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی څو میرمنې یې په داسې حال کې لیدلي چې د پارک مسولینو په داسې حال کې هغوی ته د پارک د داخلیدو اجازه نه ورکوله چې طالبانو یې هم ننداره کوله.

د کابل یوې اوسیدونکې معصومې چې ویې غوښتل نوم یې د امنیتي مشکلاتو له امله په راپور کې ذکر نشي وویل، غوښتل یې خپل لمسیان یو تفریحي پارک ته بوځي خو هغوی ته ددې اجازه ورنکړل شوه چې پارک ته داخل شي.

هغې زیاته کړه:"کله چې یوه مور غواړي‌ خپل ماشومان پارک ته بوخي، باید هغوی ته د داخلیدو اجازه ورکړل شي ځکه ماشومانو هیڅ ښه شی لیدلی ندی. .. باید لوبې وکړي او ساعت یې تیر شي. ما هغوی ته عذر وکړ خو اجازه یې رانکړه چې پارک ته داخل شو."

د دوو نورو پارکونو مسولینو هم چې ویې وغوښتل نوم یې په دې راپور کې ذکر شي وویل طالب چارواکو ورته ویلي دي چې پارک ته میرمنې پرې نږدي.

طالبانو تیر کال پر افغانستان له واکمنیدو وروسته وویل چې میرمنې باید له محرم پرته له کوره بهر نشي او باید خپل مخونه پټ کړي. خو بیا هم یو شمیر میرمنو په ښارونو کې دې امر ته پاملرنه نده کړې او یو شمیر نورې په دولتي دفترونو کې کار کوي.

دې ډلې همدارنګه د نړیوالو او کورنیو غوښتنو سره سره په اکثریت سیمو کې د نجونو پر مخ متوسطه او لیسه ښوونځي تړلي دي.

نړیوالې ټولنې ویلي که طالبان د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کیدو په لټه کې وي باید د میرمنو په وړاندې خپله تګلاره بدله کړي.

خو طالبان وایي د میرمنو حقونو ته د هغه تفسیر پر اساس درناوي کوي چې هغوی یې له اسلامي شریعیت څخه لري.

XS
SM
MD
LG