د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت شورا کندز کې د طالبانو لخوا د بندیانو ازادولو هر کلی وکړ


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د ملي امنیت شورا په کندز ولایت کې د طالبانو لخوا د بندیانو د خوشي کولو هر کلی وکړ او هغه یې د سولې بهیر په لور یو مثبت ګام وباله.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن شنبه مې دوهمه(غويي۱۳) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې طالبانو تېره ورځ په کندز ولایت کې ۴۶ بندیان ازاد کړي چې ۳۹ یې افغان امنیتي سرتیري دي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه چې د طالبانو لخوا په ازاد شوو کسانو کې ۷ تنه ملکي وګړي هم شامل دي.

هغه وویل دا لومړی ځل دی چې طالبان د ورسپارل شوي لېست سره سم بندیان ازادوي.

نوموړي زیاته کړه:"د افغانستان حکومت په کندز کې د طالبانو لخوا د افغان امنیتي ځواکونو د ازادولو هر کلی کوي،دا لومړی ځل دی چې طالبانو په کابل کې د طالبانو تخنیکي کمیټې ته د سپارلي لیست سره سم زندانیان خوشې کوي."

د کندز د ولایتي شورا یوه غړي غلام رباني رباني هم تېره ورځ امریکا غږ ته وویل چې یاد بندیان د کندز ولایت مقام ته سپارل شوي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېره پنجشنبه وویل چې په کندز کې د افغان حکومت ۵۲ سرتیري ازاد کړي دي.

سهیل شاهین همدارنګه ویلي چې دوی هڅه کوي له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب په هدف د بندیانو ازادولو بهیر چټک کړي.

تر دې مخکې طالبانو په کندهار او لغمان ولایت کې هم د افغان حکومت ۶۰ تنه بندیان ازاد کړل چې وروسته افغان حکومت وویل چې تر نیمايي زیات یې ملکي وګړي دي.

افغان حکومت هم تردا مهاله ۵۵۰ طالب بندیان ازاد کړي چې ټاکل شوې د ولسمشر غني د حکم په اساس ۹۵۰ نور طالب بندیان هم ازاد شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن شنبه یو ځل بیا له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د بین الافغاني خبرو پیلېدو او تلپاتې اوربند ټینګېدو په هدف د بندیانو ازادولو او اورکم په اړه هڅې ګړندۍ کړي.

د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له بند څخه د ۱۰۰۰ زندانیانو خوشې کول، د امریکا-طالبانو د سولې د تړون یوه برخه ده چې د روان عیسوي کال د فبرورۍ په ۲۹مه د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د ډلې مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا په قطر کې لاسلیک شو.

د بندیانو د خلاصولو د بهیر تر پای ته رسېدو وروسته ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبري پیل شوي وای، خو اوس مهال د یادو مذاکراتو د پیلېدو څرک نه لیدل کیږي.

XS
SM
MD
LG