د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد له افغان مشرانو او طالبانو نه د ناټو د غوښتنې هر کلی کړی


دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د اوربند غوښتنه رده کړې ده
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د اوربند غوښتنه رده کړې ده

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د امریکا او طالبانو توافقنامه د افغانستان لپاره یو تاریخي فرصت دی، امریکا او نړیواله ټولنه له افغان مشرانو غواړي چې خپل هیواد او خلکو ته لومړیتوب ورکړي.

ناټو پرون په یوې اعلامیې کې له طالبانو څخه د ژر تر ژره د تاوتریخوالي کمولو او له افغان حکومت څخه د سیاسي کړکېچ د پای ته رسولو غوښتنه کړې وه.

ښاغلي خلیلزاد د ناټو د وروستۍ اعلامیې هر کلی کړی او هغه یې د افغان سولې او ټیکاو لپاره مهمه بللې ده.

نوموړي د شنبې په ورځ اپرېل۲۵(غويي۶) پر خپل ټوېټر لیکلي:"د ناټو د ننۍ اعلاميې هرکلی کوم چې پر راتلونکو کلیدي اقداماتو تمرکز لري او د متحدینو په باور، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره اړین دي."

خلیلزاد همدارنګه زیاته کړې چې ناټو د کرونا ویروس په وړاندې مبارزې د ښه مدیریت په هدف له طالبانو څخه د تاوتریخوالي کمولو، له افغان حکومت څخه د سیاسي کړکېچ ختمولو او له ټولو اړخونو څخه یې د بندیانو د ازادولو په اړه د چټکو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

هغه همدرانګه زیاته کړې چې د افغانستان پرمختګ یا په جګړې، بې وزلۍ او ناروغۍ کې ایساریدل د ښکېلو خواو په اقداماتو او نیت پوري اړه لري.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې سولې ته د رسېدو او کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف افغان حکومت تر دا مهاله ۵۵۰ طالب بندیان ازاد کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا تېره ورځ وویل چې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم په اساس به ۱۵۰۰ طالب بندیان په تدریجي ډول ازاد شي.

د ملي امنیت شورا تېره ورځ پخپلې اعلامیې کې ویلي:"یاد سوي زندانیان د هغوی سن، روغتیایي وضعیت او د بند باقي مانده مودې ته په پام سره د کرونا سره د ښې مبارزې او د سولي پروسې د پرمختګ په نیت خوشي شوي دي.خوشي شوو طالب زندانیانو سوګند یاد کړی او ددې ډلې د قطر دفتر تعهد کړی چي تر خلاصېدو وروسته به بیرته جنګ ته نه راګرځي."

ناټو پرون جمعه په یوې اعلامیې کې پر طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی دې "ژر تر ژره" کم او مذاکراتو ته شرایط برابر کړي.

ناټو همدغه راز ویلي دي چې ټولې غاړې باید د تاوتریخوالي په کمولو کې خپلې ژمنې عملي کړي.

په اعلامیه کې همدغه راز له ټولو سیاسي مشرانو او د هغوی له پلویانو غوښتل شوي‌ دي چې خپل مخالفتونه حل کړي،‌ یو همه شمول حکومت دې جوړ او د سولې له دغه فرصت څخه دې ګټه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د تیرې پنجشبې په ورځ د اوربند په اړه د ولسمشر غني غوښتنه رد کړه او د سیاسي کړکېچ د پای ته رسېدو په هدف د ولسمشر غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله مذاکراتو هم تر دامهاله کومه پایله نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG