د لاس رسي وړ اتصالات

څیړونکي:قطر کې د طالبانو په مذاکراتي پلاوي کې بدلون راغلی


یو شمېر طالب پلوي سیاسي څېړونکي وايي، چې په قطر کې له زلمي خلیل زاد سره د طالبانو په مذاکراتي پلاوي کې بدلون راغلی او ملا فاضل د مذاکراتي پلاوي مرستیال ټاکل شوی دی. بل لورته ویل کیږي، چې په قطر کې د طالبانو او د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد ترمنځ خبرې پیل شوي دي.

طالبانو ویلي، چې د مۍ د میاشتې په لومړۍ نېټه یعنې تیره ورځ د طالبانو د مذاکراتي ټیم او د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد ترمنځ شپږ پړاوو خبرې پيل شوي.

ویل کیږي، چې زلمي خلیل زاد له ملا عبدالغني برادر سره پرون کتلي دي. خلیل زاد که څه هم تازه په خپل ټویټر کې څه ندي ویلي، خو د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره د کتنې په تړاوو ټویټ کړی چې په دوحه کې تر کتنو وړاندې د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره ناسته کړې ده.

سیاسي شنونکی وحید مژده وايي، دا ځل خبرې هم د تیرو خبرو تکرار دی، د بهرنیو ځواکونو وتل، افغانستان به تهدید نه وي.

ویل کیږي، چې زلمي خلیل زاد له ملا عبدالغني برادر سره پرون کتلي دي
ویل کیږي، چې زلمي خلیل زاد له ملا عبدالغني برادر سره پرون کتلي دي

وحیده مژده وايي، چې د طالبانو په مذاکراتي ټیم کې بدلون هم راغلی، ملا فاضل ددې ټیم مرستیال ټاکل شوی دی.

د سولې عالي شورا ددې ناستې هرکلی کړی دی، اجرائيه ریاست ویلي، چې د قطر دا ناسته دې لامل شي، چې مخامخ مذاکرات پیل شي.

د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وايي «زمونږ هیله دا ده چې د سولې په بهیر کې د یوې حساسې مرحلې د پیل شاهدان واوسو او دا خبرې په بین الافغاني خبرو منتج شي.

په قطر کې د خلیل زاد او طالبانو دا خبرې پداسې حال کې پيل شوي، چې په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه روانه ده. د لویې جرګې په نننۍ غونډه کې په اوربند، مخامخ مذاکراتو هم ټینګار وشو. د لویې جرګې یو شمېر غړي وايي، د قطر په ناسته کې باید د افغانستان د خلکو د مشورتي جرګې مشورو ته غوږ ونیول شي.پدې جرګه کې یو شمېر داسې غړي هم دي، چې له لرو پرتو سیمو راغلي دي، هغه سیمو نه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

زلمي خلیل زاد په قطر کې تر دې وړاندې پنځه وارې له طالبانو سره مذاکرات کړي دي، د تېر ځل خبرې یې شپاړس ورځې غځېدلې وې.

XS
SM
MD
LG