د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې د طالبانو حکومت په غزني کې د خوشحال په نوم د یوې سیمه ایزې راډیو دفتر تړلی او خپرونې یې بندې کړې دي.
دې مرکز په خپلې وېبپاڼې کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې "په غزني ولایت کې واکمنې ادارې د خوشحال راډیو دفتر د نجونو له لوري له دې رسنۍ سره د ټیلیفوني اړیکو له امله تړلی او د ځايي چارواکو په امر" د دې خصوصي راډیو خپرونې درول شوې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز دا کار غندلی او د "ښځو د غږ په منعکسولو کې د یوې ازادې رسنۍ له بنسټیزو حقونو څخه ښکاره سرغړونه" بللي.
په اعلامیې کې راغلي چې "یوې باخبره سرچینې" دې مرکز ته ویلي چې د خوشحال راډیو پرون (چهارشنبه) وتړل شوه.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په غزني کې د طالبانو د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې یوه برخه خپره کړې چې په کې ویلي شوي "دا راډیو له دیني، کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو څخه د سرغړونې له امله د ولایتي فرهنګي کمېټې له خوا تړل شوې او فعالیت یې ځنډول شوی دی".
دې مرکز زیاته کړې چې طالبانو په خبرپاڼه کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو د دې مرکز په وینا "په غزني کې یوې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې خوشحال راډیو ډېر تعلیمي پروګرامونه خپروي او هغه نجونې، چې د واکمنې ادارې د محدودیتونو له امله له منځنیو او لوړو زده کړو له حق څخه محرومې شوې دي، له دې خپرونو څخه ګټه اخلي".
د خبریالانو مرکز د خپلې سرچینې له قوله لیکلي: "ځینو نجونو د تعلیمي پروګرامونو د ښه تعقیب او زده کړې لپاره له خوشحال راډیو سره ټیلیفوني اړیکې نیولې، چې دې کار د واکمنې ادارې د چارواکو غوسه راپارولې وه."
د خوشحال راډیو د تړل کېدو راپورونه په داسې حال کې ورکول کیږي چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د رسنیو د شاوخوا ۱۰ ملاتړو بنسټونو جوازونه هم لغوه کړل.
د بخښنې نړیوال سازمان د دغو بنسټونو د جوازونو لغوه کول او د هغوی د فعالیتونو بندول د طالبانو په لاس په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د ځپلو او له منځه وړلو د نه درېدونکي کمپاین یوه برخه بللې وه.
خو، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه بنسټونه په غیرمسلکي چلند او په نړیواله کچه د رسنیو د بنسټونو د اعتبار زیانمنولو تورن کړي دي. هغه ادعا چې ددې بنسټونو له خوا رد شوې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالب چارواکو غوښتي چې "په خپلې پرېکړې له سره غور وکړي او ژر تر ژره خوشحال راډیو ته اجازه ورکړي" چې د یوې ازادې رسنۍ په توګه خپل فعالیت بیا پیل کړي.
فورم \ دبحث خونه