د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: مخکني جنرالان د جګړې داعیه نلري؛ سادات: د جګړې میدان کې به سره ګورو


جنرال سادات او سمنګاني
جنرال سادات او سمنګاني

د طالبانو په ضد د نوې جګړې د پیلولو په اړه د افغانستان د مخکني حکومت د پوځ د یو جنرال سمیع سادات خبرو ته په اشارې طالبانو ویلي دي‌ چې د افغانستان مخکني ځواکونه د جګړې لپاره هېڅ داعیه نلري.

سمیع سادات تېره ورځ امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې ژر به د طالبانو په ضد د افغانستان د مخکنیو ځواکونو د انسجام بهیر پیل کړي.

هغه وویل چې په دې اړه له یو شمېر پخوانیو امنیتي مشرانو، سیاستوالو او نورو سره په خبرو بوخت دي او «له اختر وروسته به د امنیتي ځواکونو د انسجام طرحه جوړه شي. موږ په دریو پوځي، سیاسي او مدني برخو کې خپل اقدامات پیلوو».

د ښاغلي سادات دغو څرګندونو ته که څه هم طالبانو په مستقیم ډول کوم غبرګون نه دی ښودلی، مګر د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني په یو ویدويي پیغام کې ویلي دي: «که دغه تقلبي جنرالانو وړتیا لرلای او د کار خلک وای، هغه اردو به یې ساتلې وای چې د څه باندې ۵۰ هېوادونو په مرستې د ۱۰۰ میلیارد ډالرو په لګښت یې ورته جوړه کړې وه.»

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې کابل ته داخل شول او د نورو برخو ترڅنګ ورسره د افغانستان تازه په پښو درېدلی شل کلن پوځي نظام هم نسکور شو.

ښاغلي سادات دا خبره هم کړې وه چې د طالبانو په ضد د دوی د نوې پېلېدونکې مبارزې او انسجام یو مهم شرط دا دی چې هغه خلک به په کې شامل نه وي چې د ده په خبره د جمهوریت په سقوط کې یې لاس لره، په فساد کې دخیل وو او د مالکیت او مبارزې روحیه یې نلرله.

ده دا خبره هم وکړه چې په دې نوي بهیر کې به هغه خلک نه شاملېږي چې پخوانۍ جرمي سابقه ولري او«باید ځوان وي. ډېر پخواني، مسن او غله مو په کار نه دي.»

مګر د طالبانو ویاند ښاغلي سمنګاني ویلي دي چې د افغانستان د مخکني پوځ جنرالان په خلکو کې ځای او د مبارزې لپاره دلیل او داعیه نلري. خو ښاغلي سادات یې په ځواب کې ویلي دي: «د جګړې په میدان کې به سره ګورو».

د طالبانو دغه ویاند دا خبره هم کړې ده چې نننی افغانستان د هغه په خبره خپل نظام، دولت او مستقل امنیتي ځواکونه لري، خو ښاغلی سادات وايي چې طالبان بدل شوي نه دي، بلکې د ده په خبره «بربریت، تکفیر او جهالت» یې نور هم زیات شوي، او له همدې کبله یې «پرېکړه کړې چې په ضد یې ودرېږي او افغانستان ازاد» کړي.

جنرال سادات د افغانستان د مخکني حکومت تر سقوط لږ مخکې په هلمند کې د طالبانو په ضد د جګړې مشري په غاړه لرله او بیا کابل ته وغوښتل شو او د امنیتي چارو د تنظیم او انسجام مسولیت وروسپارل شو.

دا مهال په افغانستان کې یوازې د مقاومت جبهه ده چې په پنجشیر او د جبهې د مشرانو په وینا د افغناستان په ځینو نورو سیمو کې د طالبانو په ضد جګړه کوي، خو طالبان ادعا لري‌ چې په ټول افغانستان کې امنیت تامین دی او نورې ستونزې به هم حل شي.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ کابل ته داخل شول او تر دې دمه کوم هېواد د هغوی حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.

XS
SM
MD
LG