د لاس رسي وړ اتصالات

سادات: ډېر ژر به د افغانستان د مخکنیو ځواکونو د انسجام بهیر پیل شي 


جنرال سادات د افغانستان د مخکني حکومت د پوځ لوړ پوړی مقام و
جنرال سادات د افغانستان د مخکني حکومت د پوځ لوړ پوړی مقام و

د افغانستان د مخکني حکومت د پوځ یو جنرال سمیع سادات وايي چې د مخکني حکومت له یو شمېر لوړ پوړیو جنرالانو، افسرانو او سیاستوالو سره مذاکرې روانې دي او په خبره یې د مخکني افغان پوځ د بیا انسجام بهیر به ژر پیل شي.

ښاغلي سادات امریکا غږ ته وویل: «له اختر وروسته به د امنیتي ځواکونو د انسجام طرحه جوړه شي. موږ په دریو پوځي، سیاسي او مدني برخو کې خپل اقدامات پیلوو.»

نوموړي وویل چې د طالبانو په ضد د دغې نوې مبارزې او انسجام یو مهم شرط دا دی چې هغه خلک په کې شامل نه وي چې د ده په خبره د جمهوریت په سقوط کې یې لاس لره، په فساد کې دخیل وو او د مالکیت او مبارزې روحیه یې نلرله.

ده دا خبره هم وکړه چې په دې نوي بهیر کې به هغه خلک نه شاملېږي چې پخوانۍ جرمي سابقه ولري. هغه زیاته کړه: «باید ځوان وي. ډېر پخواني، مسن او غله مو په کار نه دي.»

جنرال سادات د افغانستان د مخکني حکومت تر سقوط لږ مخکې په هلمند کې د طالبانو په ضد د جګړې مشري په غاړه لرله او بیا کابل ته وغوښتل شو او د امنیتي چارو د تنظیم او انسجام مسولیت وروسپارل شو.

نوموړي وویل چې ځینو سیاسي مشرانو، چې ده یې نومونه وانخیستل، تر اختر پورې وخت غوښتی او د ده په خبره د دغو مشرانو د پرېکړې له څرګندېدو وروسته به د پوځيانو، سیاسي فعالانو او ځوانانو په ګډون د ټولو قومونو خلک د طالبانو په ضد متحدانه عمل پیل کړي.

تر دې مخکې د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم د افغانستان د پخوانیو ځواکونو د انسجام خبره کړې وه، خو نور معلومات یې ورکړي نه وو.

ښاغلي سادات وویل چې د افغانستان د مخکني حکومت ځینې غړي د مقاومت له جبهې سره یو ځای شوي، خو په دې اړه یې څه ونه ویل چې ایا د دوی دا نوي بهیر به د مقاومت له جبهې سره په ګډه جوړېږي که نه.

ښاغلي سادات د طالبانو کړو وړو ته په کتو وویل چې هغوی یوازې دا نه چې بدل شوي نه دي، بلکې د ده په خبره «بربریت، تکفیر او جهالت» یې نور هم زیات شوي، هغه وویل چې همدغو مسائیلو ته په کتو یې پرېکړه کړې چې د طالبانو په ضد ودرېږي او «افغانستان ازاد» کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي په ټول افغانستان کې امنیت تامین دی او نورې ستونزې به هم حل شي. طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ کابل ته داخل شول او تر دې دمه کوم هېواد د هغوی حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.

تمویل او تجهیز

جنرال سمیع سادات وايي چې په لومړي سر کې به د افغانستان مخکني ځواکونه په کوچنیو عملیاتي چریکي ډلو وېشل کېږي او ټول لګښت یې د هغه په خبره د وطندوسته افغانانو له لوري برابرېږي.

هغه وویل: «موږ نغواړو چې له یو پردي هېواد څخه د لاسپوڅي په ډول پېسې ترلاسه کړو او پېسې یې چې بندې شوې، بیا په خپلو کې سره ونښلو.»

هغه وویل هڅه یې دا ده چې د افغانانو په مالکیت، مشري او ذهن سره برابر یو بهیر جوړ کړي او مهمه نه ده چې دا کار څومره وخت نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغان حکومت اونړیوالو ځواکونو په ضد له شاوخو شلو کلونو جګړې وروسته، یو ځل بیا په افغانستان باندې حاکم شول.

XS
SM
MD
LG