د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د افغانستان څوکۍ طالبانو ته ورنکړه، طالبان یې بي‌ انصافي بولي


طالبانو غوښتي و چې دا څوکۍ دې ور وسپارل شي
طالبانو غوښتي و چې دا څوکۍ دې ور وسپارل شي

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ او استازیتوب طالبانو ته ورنکړل شو. د طالبانو حکومت ویلي چې دا پرېکړه په اصولو بنا نه ده.

د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمېټې تېره ورځ پریکړه کړې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره د طالبانو حکومت ته نه ورکول کیږي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند نن پنجشنبه ډسمبر ۲ (لېندۍ ۱۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "دا پریکړه یې په اصولو او انصاف بنا نه ده ځکه چې د افغان ولس څخه یې مشروع حق اخیستی. موږ امید لرو چي نږدې راتلونکي کي په ملګرو ملتونو کې دا حق د افغانستان د حکومت استازي ته وسپارل شي تر څو په لا موثر او ښه ډول د افغانستان د ولس ستونزې حل کړی شو او نړیوالو سره مثبت تعامل ولرو."

د ملګرو ملتونو دپلوماتانو د رویترز اژانس ته ویلي، داسې نه بریښي چې ملګري ملتونه دې طالبانو ته اجازه ورکړي چې پدې سازمان کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي ماموریت ویلي‌ دي چې ‌پخوانۍ استازولي به په دغه سازمان کې خپل کار ته دوام ورکوي.

د افغانستان د مخکني حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ملګرو ملتونو دا پرېکړه ستایلې او له کبله یې ټولو ته مبارکي ورکړې ده. نوموړي په خپل ټویټر کې دا یوه معقوله او په ځای پرېکړه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د اعتبار لیکونو کمیټه چې د امریکا متحده ایالتونه، روسیه او چین یې غړي دي، د ملګرو ملتونو د سازمان د ۱۹۳دایمي غړو د استازولیو د اعتبار لیکونو په اړه پرېکړه وکړه.

د طالبانو ډلې تیره اونۍ له روسیې غوښتي وو چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په ترلاسه کولو کې له دوی سره مرسته وکړي. که څه هم چې په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبینزا، د روان کال د اکتوبر په میاشت کې ویلي وو چې طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د سپارلو په اړه تصمیم ندی نیول شوی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دې ډلې له لورې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه معرفي شوی دی. ښاغلي شاهین تیره اونۍ وویل چې طالبان له روسیې څخه تمه لري چې د ملګرو ملتونو د سازمان د اعتبار لیکونو په کمیټه کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه دده د نوماندۍ ملاتړ وکړي.

طالبان دروان کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان کې واکمن شول او څو اونۍ وروسته د ملګرو ملتونو عمومي غونډه وشوه چې د افغانستان د استازولۍ بحث په کې جنجالي او د خبرونو سرلیک شو.

XS
SM
MD
LG