د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د افغانستان د زندانونو ډکولو په حال کې دي


د پخواني افغان حکومت لخوا د ټولو بندیانو له خوشي کېدو څه کم دوه کاله وروسته، طالبان په چټکۍ سره زندانونه له نوو بندیانو ډکوي.

د طالبانو حکومت د زندانونو چارو عمومي رئیس محمد یوسف مستري وايي، طالب چارواکو په تیرو ۱۸ میاشتو کې څه باندې ۲۹زره کسان د غلاو، اختطاف، قتل او اخلاقي جرایمو په تور نیولي دي.

مستري امریکا غږ ته په یو پیغام کې ویلي: "موږ شاوخوا ۱۵زره بندیان ازاد کړي دي. اوس مهال د اسلامي امارت په زندانونو کې شاوخوا ۱۴زره بندیان شتون لري."

په دغه زندانیانو کې شاوخوا ۱۱۰۰ ښځې دي.

طالب چارواکي ادعا کوي چې هغوی هیڅ سیاسي بندي نلري او په خبره یې ټول بندیان د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي؛ هغه ادعا چې د خپلواکو سازمانونو لخوا رد شوې ده.

خو د بشري حقونو څار سازمان په څېر ډلې ادعا کوي چې طالبان د داعش ډلې اړوند او یا خپل نورو وسله وال مخالفین د دې پر ځای چې بندي یې کړي، هغوی وژني، خو طالبانو مخکې ورته راپورونه رد کړي دي.

له شریعت څخه د اسلامي امارت د سخت تفسیر په اساس، لکه الکهولي مشروباتو څښل او غیر مشروع اړیکې (زنا) جرم ګڼل کیږي او درانه مجازات لري، په داسې حال کې چې همجنس بازي او لواطت د اعدام مجازات لري.

د طالبانو حکومت د تیرې نومبر میاشتې راپدېخوا په افغانستان کې پر یو شمېر کسانو په عام محضر کې د مجازاتو د تطبیق خبر ورکړی دی، د طالبانو مشر هبت الله اخندازه په تیره نومبر میاشت کې له خپلو قاضیانو سره لیدنه کې له هغوی وغوښتل چې د «قصاص حدود» عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت سترې محکمې تر دې مخکې په هلمند، فراه، تخار، لوګر، کابل، بدخشان، پروان، ارزګان، جوزجان، پکتیا، پکتیکا، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سلګونو کسانو ته د بېلابېلو جرمونو په تور د «تعزیري سزا» او د یو تن د «قصاص» خبر ورکړی و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ یا (یوناما) د راپور په اساس چې په افغانستان کې څه باندې ۱۰۰ نارینه اوښځې په عام محضر کې په درو وهل شوي او لږ تر لږه دوه کسان قصاص شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د جنوبي آسیا برخې مرستیالې پتریشیا ګوسمن امریکا غږ ته وویل: "دا ډول وحشیانه سزا ــ زیات وختونه دخلکو لپاره د داسې اعمالو لپاره ورکول کیږي چې حتا جرم نه ګڼل کیږي لکه موسقي اورېدل ــ شکنجه یا ظالمانه غیر انساني او د سپکاوي ډک چلند دی او د نړیوالو قوانینو له مخې بندی دی."

د زندانیانو شکنجه

یوناما او د بشري حقونو یو شمېر نورو ډلو تر دې مخکې ویلي چې د افغانستان په رسمي او غیر رسمي زاندانانونو کې بېلا بېلې شکنجې شتون لري.

خو د طالبانو حکومت د زندانونو عمومي رئیس په زندانونو کې د شکنجې په اړه ادعاوې رد کړې.

مستري وویل: "زموږ مشرانو موږ ته یو ۳۹ مادیزه فرمان راکړی دی چې په هغه کې ویل شوي چې له زندانیانو سره باید ښه چلند وکړو."

هغه زیاته کړه: "موږ د هغوی له جنایتونو سره کار نلرو.موږ یوازې د زندانیانو د ساتنې، هغوی ته د ډوډۍ ورکولو او د هغوی ساتونکي یو."

اعاشه حفظ و مراقبت

په افغانستان کې د زندانیانو حفظ مراقبت او اعاشه له زیاته وخت څخه د یوې لویې ننګونې په توګه شتون لري.

په داسې حال کې د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې له سختونو بندیزونو سره مخ دی، ویل کیږي چې د اقتصادي ستونزو له امله په دغه هیواد کې د زندانیانو د تغذیې او مراقبت توانايي نلري.حتا له زندانونو څخه بهیر ګڼ افغانان له لوږې سره مخ دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) د ۲۰۲۲ میلادي کال په اوږدو کې د ۱۲زره زندانیانو لپاره درې وخته ډوډۍ ورکولو ژمنه کړې وه.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاند لوسین کریستن امریکا غږ ته وویل: "سور صلیب په ټول افغانستان کې د زندانیانو لپاره د انساني او شرافتمندانه شرایطو د تامین په هدف له افغان چارواکو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي."

دغه بشر دوستانه سازمان پر دې سر بېره د لږ تر لږه ۲۰زره زندانیانو لپاره کمپل، پټو، جانکټ جورابي او شمېر نور امکانات هم برابر کړي دي.

طالب چارواکو تائید کړې چې په تیرو دوو اونیو کې په دغه هیواد کې د سړې هوا له امله ۱۲۰ کسان مړه شوي دي.

یوناما او د سره صلیب کمېټه په افغانستان کې زندانونو ته د نظارت لاس رسئ لري.

یوناما په ۲۰۲۲ میلادي کال کې پخپل راپور کې وویل: "داسې لیدل کیږي چې طالب چارواکي د نیول شوو کسانو د چلند په اړه دخپلو وعدو پوره کولو په حال کې دي."

یوناما ویلي و چې مالي محدودیتونه د زندانیانو د وضعیت ښه کېدو، د کافي غذايي موادو برابرېدو او روغتیايي مراقبت د مخنیوي لامل شوي دي.

د یوناما په خبره، هغه تعلیمي او حرفوي پروګرامونه چې تر دې مخکې د نړیوالې ټولنې لخوا د زندانیانو لپاره په لار اچول شوي و، اوس بند شوي دي.

XS
SM
MD
LG