د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې معتادین د درملنې په مقصد بندیان شوي


هلمند کې معتادین د درملنې په مقصد بندیان شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

تراوسه د هلمند ولایت له مختلفو سیمو د هلمند مرکزي محبس ته ۱۸۰۰ په نشه يي موادو روږي انتقال شوي او پدې خاطر زنداني شوي چې درملنه یې وشي. 

تراوسه د هلمند ولایت له مختلفو سیمو د هلمند مرکزي محبس ته ۱۸۰۰ په نشه يي موادو روږي انتقال شوي او پدې خاطر زنداني شوي چې درملنه یې وشي.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته او له هغه راهیسې چې د تیر حکومت زندانیان طالبانو خوشې کړل او محبسونه له بندیانو خالي شول، طالبانو زندانونه د مخدره موادو روږدو ته د درملنې په مرکزونو بدل کړل.

حافظ فتح محمد ایوبي د هلمند د باغران د ولسوالۍ اوسیدونکی دی. هغه وايي، چې یو کال کیږي په نشه يي موادو اخته شوی دی.

حافظ فتح محمد وايي، چې د هلمند په زندان کې بندي په نشه يي توکو معتاد دی او هیله لري، چې درملنه یې وشي.

هغه وویل: ”ددې اصلي عاملین باید ونیول شي چې دا مخدره مواد د ځمکې په سر ختم شي“.

د هلمند پدغه زندان کې زندانیان د نشه یې توکو د استعمال په تور نیول شوي دي چې دا معتادین به تر پنځو میاشتو بند تېرولو او بشپړې روغتیا وروسته د نوي حکومت لخوا په ضمانت خوشي کیږي.

XS
SM
MD
LG