د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: بلخاب کې هېڅ جګړه نشته او د ملکي تلفاتو خبره حقیقت نلري


طالب وسله وال
طالب وسله وال

د افغانستان د سرپل ولایت د بلخاب له ولسوالۍ څخه د طالبانو په لاس د ملکي خلکو د وژلو له ادعاو وروسته طالبانو ویلي چې «باغیان تښتېدلي» او هلته هېڅ جګړه نشته، خو د «اسلامي وحدت ګوند» مشر محمد محقق وايي طالبانو ولسي خلک وژلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته وویل چې په بلخاب کې ځینې نښتې شوې وې خو په خبره یې د ځواکونو له رسېدو وروسته یې، «باغیان تښتېدلي او سیمې تصفیه شوې دي».

د دوشنبې په ورځ جون ۲۷ (چنګاښ شپږمه) د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون ځینو سازمانونو وویل چې طالبانو په بلخاب کې د وسله وال مقاومت په ځواب کې ځینې ملکي خلک نیولي او وژلي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مسئولې پترشیا ګاسمن په خپل ټویټر کې لیکلي دي: « طالبان باید دا ډول ډله ییز او نور جنګي جنایتونه بند کړي او د خپلو سرتیرو سره حساب کتاب وکړي.»

خو د طالبانو ویاند پرته له دې چې د کوم نړیوال سازمان نوم واخلي، دا راپور له «حقیقت څخه لېرې او بې اساسه» وباله او وویل ،«هغه ادعاوې چې هلته غیر نظامیانو زیان لیدلی، کاملآ ناسمې او له حقیقت څخه لېرې دي او په بشپړ ډول یې ردوو».

په همدې حال کې په افغانستان کې د «وحدت اسلامي ‌ګوند» مشر محمد محقق وايي‌ چې طالبانو د بلخاب په ولسوالۍ کې د شپنو او کروندګرو په ګډون لږ تر لږه ۲۰ ولسي‌ خلک صحرايي محاکمه کړي او په ډزو وژلي دي.

ښاغلي محقق امریکا غږ ته وویل چې د اسنادو په اساس دا خبره کوي او د ملګرو ملتونو په څېر خپلواک حقیقت موندونکي پلاوي په دې اړه پلټنه کولای شي.

نوموړي وویل چې طالبانو هلته شاوخوا ۸۰۰۰ جنګیالي استولي او د ولسوالۍ ځینې برخې یې نیولې دي.

تردې مخکې د طالبانو د دفاع وزارت ویلي وو چې د مولوي مهدي په نامه د دغې ډلې یو مخکني هزاره قومندان هلته له طالبانو سره جګړه کړې ده. د دوی وزارت ویلي دي چې د «باغیانو» په ضد یې عملیات پیل کړي‌ او هڅه کوي چې د دغه قومندان تر ختمولو پورې عملیات روان وي.

مولوي مهدي تازه له طالبانو جلا شوی او د هغوی په ضد یې وسله اخیستې ده.

دا لومړی ځل دی چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته د دغې ډلې یو قومندان له دوی جلا کېږي او په ضد یې وسله اخلي.

XS
SM
MD
LG