د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو د حقونو ځینې فعالانې د طالبانو د 'عالمانو جرګې' ته خوشبینې نه دي


تصویر په کابل کې د ښځو د یوې غونډې دی. پخوانی دی.
تصویر په کابل کې د ښځو د یوې غونډې دی. پخوانی دی.

د ښځو حقوقو یو شمېر مدافعانې وايي چې طالبان د دیني علماو او قومي مشرانو د لویې جرګې په راغوښتلو سره د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د هواري په هڅه کې نه دي، بلکې د خپل مشروعیت په لټه کې دي.

د ښځو د حقوقو یوې فعالې مونسه مبارز امریکا غږ ته وویل چې طالبان د داخلي او بهرني مشروعیت په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي او په خبره یې غواړي دغه دواړې ستونزې د دغې جرګې په جوړولو حل کړي.

اغلې مبارز په دې اړه وايي، د دغه جرګې ټول ګډونوال به د یو فکر خاوندان وي په خبره یې «دغه جرکه به د افغانستان د خلکو، کلتور او ټولنیز جوړښت استازولي» ونکړي.

نوموړې زیاته کړه: "دغو جرګو د افغانستان د خلکو ستونزې نه دي حل کړي.... او په هیڅ صورت د افغانستان د خلکو استازیتوب نشي کولای."

د ښځو د حقونو بلې فعالې مرضیه هم په همدې نظر ده او وايي‌چې طالبان په دغه غونډه کې هغو کسانو ته بلنه ورکوي چې د هغوی له فکر سره جوړ وي.

نوموړې زیاته کړه چې د طالبانو طرز او تفکر ټولو ته روښانه دی او په خبره یې د دې ډول کسانو په راټولولو سره ددغې جرګې جوړېدو ته خوشبین کېدای نشي.

هغې وویل: "هغه کسان چې سخت دریځي او افراطي وي، هغه به له خپل فکري خط څخه تیر نشي او په ځانګړي ډول هغه څه چې د ښځو د حقوقو اړوند وي."

پر همدې مهال د بشري حقونو څار سازمان د ښځو د برخې مسؤلې هیدر بار ویلي دي چې خلک ډير هیله من دي دغه جرګه به د ښځو او نجونو حقوقو د نقضولو د مخنیوي په برخه کې لږه ګټوره وي.

اغلې بار ټينګار کړی دی چې "دا په دې معنا نه ده یو تصمیم نیوونکی بنسټ چې ښځې مستثنی کوي، کولای شي مشروعیت ولري".

امریکا غږ هڅه وکړه چې د یادې غونډې جوړېدو په اړه د افغان مېرمنو د انتقادونو په اړه د طالبانو د مرستیال ویاند بلال کریمي نظر واخلي، خو هغه زموږ د « واټساپ» پیغام ته ځواب ونه وایه.

د طالبانو حګومت ته نږدې سرچینې وايي، د طالبانو حکومت د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د چنګاښ په اتمه په کابل کې د 'دیني عالمانو یوې سترې مشورتي غونډې' ته تیاری نیولی دی.

دا سرچینې وايي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د هرې ولسوالۍ دیني عالمان او قومي مشران برخه واخلي. تراوسه د طالبانو حکومت په رسمي ډول د دې غونډې د جوړیدو اعلان نه دی.

د تیرې مۍ میاشتې په نیمايي کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې د شته ستونزو او سیاسي مسلو په سر د مشورو لپاره په پام کې ده چې کابل کې یوه غونډه جوړه شي.

ښاغلي مجاهد ویلي وو: "داسې یو پلان شته چې د موجوده ستونزو او ځینو سیاسي مسایلو لپاره یوه شورا جوړه شي، یو مجلس جوړ شي د افغانانو ترمنځ دا چې څه وخت به جوړیږي په یو مکانیزم باندې کار روان دی دا مکانیزم چې کله نهايي شو بیا به جزئیات خپاره کړو".

XS
SM
MD
LG