د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو بشري مرستو څخه د عاید ترلاسه کولو د منبع په توګه کار اخیستل رد کړي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د طالبانو حکومت هغه راپورونه په کلکه رد کړي، چې په کې ویل شوي و، چې دا ډله د بشري مرستو څخه د عاید د یوې منبع په توګه کار اخلی.

فارین پالیسۍ مجلې د جولای په ۲۴ د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف د نړیوالې ادارې "یو ایس آی ډي" له قوله راپور ورکړی و، چې طالبان د بشري مرستو د رهبرۍ هڅه کوي او غواړي، چې ددې لارې عاید ترلاسه کړي.

دغې مجلې لیکلي: "داسې ښکاري، چې طالبان د ملګرو ملتونو سیستم ته د عاید د ترلاسه کولو د یو جریان په توګه ویني، داسې یو جریان، چې دا ډله پرې د انحصار او کنټرول ترلاسه کولو په لټه کې ده".

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د پنجنشنبې په ورځ جولای ۲۷ (زمري پنځم) رسنیو ته په استولي یو ویډیوي پیغام کې د فارین پالیسي د مجلې راپور رد کړی دی.

ښاغلي تکل ویلي: "دا ادعا د ځمکنیو واقعیتونو سره په ټکر کې ده او په کلکه یې ردو... په دې راپور کې هڅه شوې چې د ملګرو ملتونو د مرستنیدویه ټولنو د بدنامولو په موخه تورونه ولګوي او متحده ایالاتونه په افغانستان کې د شته بشري ناخوالو د یو مسوول لورې په توګه د خپلو نړیوالو مکلفیتونو ځان خلاص کړي او خپلې کړنې توجیه کړي".

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي خپل حکومت یو "مسوول حکومت" یاد کړی او ادعا یې کړې، چې ددې ترڅنګ، چې نړیوالو بشري مرستو ته د لازمو امکاناتو د برابرولو سربیره د "یو اړخیزو او غیرقانوني" بندیزونو سره سره هرکال سلګونو زرو افغانانو سره د داخلي عوایدو څخه مرستې کوي.

ضیا احمد تکل ادعا کړې، چې طالبانو حکومت هره میاشت ۲۵۰ زره یتیمانو، ۱۹۰ زره معلولیت لرونکو کسانو، ۸۰ زره ګونډو، لسګونو زرو ګدایانو، چې په ښارونو کې یې راټول کړي د مرستو د برابرولو ترڅنګ ۸۰ زرو معتادینو ته د درملنې شرایط هم برابر کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وویل: "دې ته په پاملرنې چې اسلامي امارت [طالبانو حکومت] د خپلې بودیجې د پام وړ یوه برخه بشردوستانه مرستو ته ځانګړې کړې ده، د نړیوالو بشري مرستو څخه ګټه اخیستل غیر واقعي ښکاري".

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي په دې ټینګار کړی، چې د "اوازو" پر ځای مثبت تعامل د طالبانو او امریکا په ګټه دی.

هغه ادعا کړې چې امریکا د فشار د نورو وسایلو له لاسه ورکولو وروسته اوس د بشري چارو له لارې د فشارونو څخه کار اخلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا یو غیر انساني اقدام دی.

په عین حال کې د افغانستان د بیا رغونۍ لپاره د امریکا د متحده ایالاتو سرمفتش ویلي، چې په افغانستان کې یې د طالبانو د تش په نوم حکومت له لوري د نړیوالو بشري مرستو د انحراف او په مرستو باندې د دغې ډلې د کنترول په اړه یې کانګرس ته معلومات ورکړي دي.

جان ساپکو د جولاۍ ۲۰ (سرطان ۲۹) د لندن په ګنګز کالج کې وویل چې د امریکا «د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته یې د ملګرو ملتونو په عملیاتونو کې د ستونزو په اړه د ځینو معلوماتو څخه» چې خوښوونکي نه دي، پرده پورته کړې ده.

ساپکو د دغو معلوماتو په اړه نور جزیات ورنکړل، خو زیاته یې کړه چې د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې ترې پوښتلي چې تحقیقات وکړي، طالبانو د امریکا له مرستو څخه ګټه اخیستې ده که نه.

نوموړي وویل چې زیات امریکایي قانون جوړونکي‌ اندېښمن دي، چې افغانانو سره "د بشري مرستو څومره اندازه هغه رژیم ته ځي، چې موږ ترې کرکه لرو".

همداشان سیګار جون ۲۹ ( چنګاښ اتم) په څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي، چې ملګرو ملتونو د تیر ۲۰۲۲ کال د نومبر د ۱۶ څخه د روان ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ تر میاشتې د بشري مرستو رسونې د ادارو په چارو کې ۴۹۴ لاس وهنو په اړه راپور ورکړی دی.

سیګار ویلي، چې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ نومبر او ۲۰۲۲ د فبرورۍ ترمنځ موده کې ۱۵۳ دغسې پیښې ثبت کړې وې.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر ویلي، چې ملګرو ملتونو تیر۲۰۲۲ کال کې د مرستو رسونې د ادارو په فعالیتونو کې د طالبانو د حکومت ۸۴ بروکراتیکي موانعو، لاس وهنو او د مرستو رسونې د ادارو سره د تفاهم لیکونو د لاسلیکولو په برخه کې د فشار د راوړلو په اړه پیښې ثبت کړي دي.

سیګار ویلي، چې دا تفاهم لیکونه "دغیر دولتي موسسو په فعالیتونو کې د طالبانو د برخې اخیستلو لکه د طالبانو د چارواکو سره د معلوماتو د شریکولو، طالبانو سره د همغږۍ رامنځ ته کولو د پلان جوړولو او د پلان د تطبیق په برخو کې د همغږۍ رامنځ ته کولو" اړوند مسایلو په تړاو و".

د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په یو راپور کې وویل، چې د مرستو د رسونې په چارو کې د طالبانو د لاس وهنو له امله یې ۲۷۲ پروګرامونه ځنډولي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول د مرستو رسونې په چارو کې ددغې ډلې هر ډول لاس وهنه رده کړې ده.

XS
SM
MD
LG