د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایف پي وايي له لوږې سره مخامخ لس میلیون افغانانو ته مرستې نشي برابرولای


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې یو ځل بیا د هغو ۱۰ میلیونو افغانانو د وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې چې په دغه هیواد کې د سختې لوږې سره مخ دي او دا اداره د پیسو د نشتون له امله ورسره مرستې نشي کولی.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د یکشنبې په ورځ جولای نهم ( چنګاښ ۱۸) د خپل ټویټر په پاڼه د یور اکټیو ((EUR ACTIV په نوم رسنۍ سره د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې میرمن شا و وې لي مرکه خپره کړې، چې په کې هغې ویلي، لس میلیونه افغانان د سختې لوږې سره مخ دي خو ملګري ملتونه ورسره د مرستې لپاره پیسې نلري.

میرمن شا و وې لي ویلي: " افغانستان کې وضعیت د ناامیدۍ وضعیت دی".

هغې زیاته کړې: "خو زه همداشان فکرکوم، چې په دغه هیواد کې په دې توانیدلي یو، چې دا وښایو، چې هلته یو څه شته، چې مونږ پرې کار کولی شو".

د خوړو د نړیوال پروګرام دغې چارواکې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د میاشتې وروسته ددغه کال په ژمي کې ۲۳ میلیونه کسان د سختې لوږې سره مخ و، چې مرستندویه ادارو د مرستو په پایله کې دا شمیر په دې وروستیو کې شاوخوا ۱۵ میلیونو ته راټیټ شوی دی.

شا و وې لي ویلي، چې که څه هم د سختې لوږې سره د مخ افغانانو شمیر کم شوی، خو د هغوی اړتیاو ته په پراخه کچه پاملرنه نه کیږي، چې د "ډبلیو ایف پي" ددغې چارواکې پرې ژوره اندیښنه ښودلې ده.

د "ډبلیو ایف پي" د معلوماتو له مخې سخته لوږه د خوړو نه مصونیت او قحطۍ حالت اکثره د جنګ جګړو، وچکالۍ، اقلیمي وضعیت او د نورو طبیعي او انسانانو په لاس د رامنځ ته شوو تاورینونو څخه پیدا کیږي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۵ میلیونه خلک د سختې لوږې سره مخ دي او دا اداره ددغه شمیر یوازې ۵ میلیونو کسانو ته د خوړو مرستې برابرولی شي.

میرمن لي ویلي: "د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي په موسم کې د مرستو د دوام لپاره د یو میلیارد ډالرو د کمبود سره مخ دی ". هغې همداشان ویلي چې د ژمي د موسم په اړه زیاته اندیښنه لري.

د خوړو د نړیوال پروګرام مشره وايي، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې د اټکل له مخې افغانانو سره د مرستې لپاره ۲.۲ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري.

تیرکال اروپايي کمیسیون، د ملګرو ملتونو دغې ادارې ته ۶۶۰ میلیونه یورو برابرې کړې و ې، چې د امریکا او جرمني وروسته افغانانو سره ددغې ادارې له لارې تر ټولو زیاته مرسته وه.

خواړه د دوه نیمو ورځو لپاره

د کرونا وبا د خپریدو ترڅنګ په ۲۰۲۱ کال اګسټ کې واک ته د طالبانو بیا رسیدل د اوکراین جګړې هم په افغانستان کې د خوراکي توکو د بیو په لوړیدو اغیزه کړې ده.

"ډبلیو ایف پي" وايي، چې افغانستان د خوراکي توکو په برخه کې په پام وړ ډول د دغو توکو په وارداتو باندې اتکا لري. دا اداره وايي، چې تیرکال په اوکراین د روسیې د پوځي یرغل په لومړیو کې د خوراکي ټوکو بیې اسمان ته وختلې، چې ورسره بیکاري او د اقتصادي فرصتونو د محدودیدو ستونزه هم رامنځته شوه.

د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې ویلي: "د کرونا وبا د خپریدو دمخه مو ولیدل، هغوی، چې ورځ مزدوري یې کوله ممکن په اونۍ کې درې ورځې کار کولو فرصت ترلاسه کاوه. خو اوس دوی یوه، یوه نیمه او دوه ورځو پورې د کارکولو فرصت ترلاسه کوي".

هغې همداشان وویل، دا په دې معنی دی، چې خلک هغه څه چې دمخه یې ترلاسه کول اوس د هغې نیمايي یا یو څه زیات او یا کم ترلاسه کوي، خو د خوراکي توکو بیې د لوړیدو د هغوی د اخیستلو توان له نیمايي څخه راکم کړی دی.

شا و وې لي ویلي، چې دوی ته دا معلومه شوې، چې اوس خوراکي توکو مرستو ته اړې کورنۍ په " اونۍ کې دوه نیمو ورځو لپاره خواړه برابرولی شي".

د خوړو د نړیوال پروګرام دغه چارواکې د طالبانو پر حکومت د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون نړیوالو بندیزونو ته په کتنې وايي، چې فکر کوي په افغانستان کې د بشري ناورین د پای ته رسیدلو لپاره یوازې بشري مرستې کافي نه دي.

افغانستان کې درې کلنه وچکالي

د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې په دغه مرکه کې په دغه هیواد کې د تیرو دریو کلنو پرله پسې وچکالۍ د اغیزو یادونه هم کړې او ویلي دي، چې که څه هم خواړه په پراخه کچه بازار کې شته دی، خو ددې سره سره لاس رسی ورته نشته دی.

میرمن شا و وې لي ویلي، چې د تیرو دریو پرله پسې کلنو وچکالي یو د مهمو عواملو څخه ده چې اوس مهال پر افغانستان باندې ناوړه اغیز کړې دی.

هغې ویلي، د وچکالۍ له امله بزګران اړ شوي،چې خپلو کورنیو ته د خوړو د برابرو لپاره خپلې شتمنۍ وپلوري. دا وايي، چې ډیرې کورنۍ د قرضونو لاندې دي او کوم فصل چې سږکال کې په ځمکو کې کرلی هغه به د خپلو قرضونو په بدل کې ورکړي.

میرمن لي وايي، چې دوه دریو کلنو ته اړتیا، چې د وچکالۍ د پای ته رسیدلو وروسته بزګرې کورنۍ بیرته په خپلو پښو ودریږي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د اټکل له مخې په تیرو دوو کلنو کې په افغانستان کې د غنمو کمبود ۴۰ فیصده و او سږکال کیدای شي، د دریو څخه یوې برخې کمبود سره بزګران مخ شي.

تیره اونۍ د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د درېیم کال وچکالۍ او د دغه هیواد په شمالي ولایتونو کې د غنمو پر کروندو د ملخانو یرغل ته په اشارې سره په یو راپور کې وویل، چې ښایي دا هېواد به د غنمو له کمښت سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، که څه هم په افغانستان کې د تیرو کلونو په پرتله د غنمو د حاصلاتو ښه وړاندوینه کیږي، خو په لوېدیځو ولایتونو کې ښایي د غنمو حاصلات تر منځنۍ کچې ټیټ وي.

همدارنګه په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان په شمال کې د ملخانو پرله پسې یرغل د سږ کال د غنمو د حاصلاتو څلورمه برخه (۱.۲ میلیون ټن د ۴۸۰ زرو ډالرو په ارزښت) له ګواښ سره مخ کوي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې په افغانستان کې سږکال د غنمو حاصلات د تیرکال پرتله ۲۰ فیصده زیات شوي دي.

ددغه وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې سږکال تراوسه تر پنځه میلیونو ټنو پورې د غنمو حاصلات ټول شوي دي.

د کرهڼې د چارو ماهرین هم وايي، چې سږکال په افغانستان کې په ځانګړي ډول شمال، شمال لویدیځ او جنوب لویدیځ کې د للمي غنمو حاصلات ډیر ښه و.

XS
SM
MD
LG