د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو یو افغان خبریال له ۴۸ ورځو بند وروسته خوشې کړ


 په هرات کې د سولې ټلویزیون مسوول رامین امیري
په هرات کې د سولې ټلویزیون مسوول رامین امیري

د افغانستان د خبریالانو مرکز په هرات کې د سولې ټلویزیون د مسوول رامین امیري د خوشې کیدو خبر ورکړی چې د تېرو ۴۸ ورځو راهیسې د طالبانو په زندان کې و او ددې اقدام د هرکلي په ترڅ کې یې د قانوني لارو د امیري د دوسیې د ارزولو غوښتنه کړې ده.

د افغان خبریالانو د ملاتړ دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ مۍ اتمه (ثور ۱۹) د یوې خپرپانې په خپرولو سره وویل چې امیري د طالبانو د استخباراتي ادارې له خوا د یوې «مالي» قضیې په تړاو نیول شوی و او په ضمانت خوشې شوی، خو دوسیه یې محکمې ته استول شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې امیري د روان کال د چنګاښ په دویمه نېټه د طالبانو د استخباراتو دفتر ته احضار شو او د "رسنیو د چارو اړوند یوې مالي موضوع" په تور ونیول شو او له څه وخت وروسته د هرات ولایت مرکزي زندان ته ولېږدول شو.

د افغان خبريالانو د مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې د اميري اوږدمهاله احضارول او بندي کول "له قانوني لارو چارو له تیرولو پرته د رسنيو د قوانينو خلاف" کار دى او د دغه بنسټ په وينا، د دغه افغان خبريال پر وړاندې احتمالي شکايت باید "په عادلانه توګه او د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو کمیسیون له لارې" و ارزول شي.

د مطبوعاتو د ازادۍ د نړيوال شاخص له مخې چې د بې سرحده خبريالانو له خوا برابر شړی افغانستان د خبريالانو لپاره تر ټولو بد هېواد بلل شوى دى. «په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ شاخص – په ۲۰۲۴ کال کې تر سیاسي فشار لاندې ژورنالیزم» تر سرلیک لاندې، د دغه بنسټ د راپور په اساس افغانستان د خبریالانو د وژل کېدو او نیول کېدو له امله ۲۶ درجې راښکته شوی او په ۱۷۸م ځای کې راغلی دی.

تېره اوونۍ د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له طالبانو وغوښتل چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب او مصونیت په برخه کې اقدام وکړي او د "خبریالانو او رسنیو دوسیې دې د ډله ییزو رسنیو د قانون د احکامو او د رسنیو د سرغړونې کمیسیون له لارې" وڅیړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په درشل کې د یو راپور په خپرولو سره په افغانستان کې پر رسنیو او ازادو خبریالانو د محدودیتونو د سختېدو او د خبریالانو د پراخو نیول کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دې پدیدې د ناوړه پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG