د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د مالیې وزارت وايي ۱۵۱ میلیارد افغانۍ عواید یې ټول کړي 


افغانۍ
افغانۍ

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د دغه وزارت د نورو چارواکو سره یو ځای د سه شنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي ۸) کابل کې خبریالانو ته وویل چې د عوایدو د ټولولو په برخه کې د یوې خوا فساد له منځه وړی او د بلې خوا یې د عوایدو د ټولو سیستم الکترونیکي کړی دی.

ښاغلي بدري وویل: "تیر یوکال کې د دې سره سره د بانکي محدودیتونو په سبب د کاروبار حجم کم شوی دی خو د عوایدو ریاست د خپلو ښو خدمتونو ... ډیر زیات عواید راټول کړي دي."

د دغه وزارت د عوایدو عمومي رئیس معراج محمد معراج خبریالانو ته وویل چې د تیر ۱۴۰۰ لمریز کال د وږې د لومړۍ ڼیټې څخه د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د وږې د لومړۍ ڼیټې پورې د مالیې وزارت ټول ۱۵۱ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د مالیې وزارت دغو چارواکو وویل چې دا وزارت په تیر کال کې د پیسو د وجهې صندوق "آی ایم ایف" او نړیوال بانک شپږ اعشاریه یو میلیون ډالره پور هم بیرته ستون کړی دی.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان د تیر رژیم پر مهال د نړیوالو مالي ادارو څخه پر اسانو شرایطو د اوږدې مودې یو اعشاریه څلور ملیارده ډالره پور اخیستی و.

د ګمرګونو عمومي رئیس مفتي عبدالمتین سعید دې خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال هغه انګیرنې ردې کړې چې افغانستان ته د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د ۱۵ مې د سیاسي بدلون دمخه مودې په پرتله واردات کم شوي دي. ښاغلي سعید وویل: "خلک چې دا بیانوي چې تجارت کم شوي په افغانستان کې دا حقیقت نلري تجارت کې زیاتوالی راغلی دی. تیر نظام کې په لومړیو پنځه میاشتو کې یو سل او۷۵ میلیارده افغانیو واردات درلودل چې سږکال دا اندازه ۲۲۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت واردات شوي دي."

افغان سوداګر او پانګه وال وايي چې له بهرنیو هیوادونو څخه افغانستان ته مالونه راځي خو دا مالونه اکثره یې خوراکي توکي او د اړتیا وړ مواد دي.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو د حکومت د عوایدو په لوړیدو کې د نیمه قیمتي ډبرو صادرات هم مهم رول لري: "په دې کې شک نشنه چې زمونږ صادرات زیات شوي دي هغه هم پاکستان ته او د پاکستان سره زمونږ او پاکستان سره چې زمونږ صادرات زیات شوي هغه د کانونو مواد دي چې د ډبروسکرو او شوکاڼی یا تلک تجارت ډیر زیات شوی دی تقربیآ د ورځې لس زره دولس زره ټنه کاني مواد پاکستان ته ځي او زمونږ تجارت په دې یو کال کې له یو ملیارد ډالرو څخه زیات شوی دی."

همداشان ښاغلي الکوزي د طالبانو د حکومت د عوایدو په لوړیدو کې د مالیې وزارت له خوا د ټکسونو او مالیو اخیستل هم یاد کړل چې په تیر رژیم کې د لوړو مالیو له امله اکثره سوداګر چمتو نه و چې حکومت ته مالیې او ټکسونه ورکړي.

ښاغلي الکوزي وویل: "هغه ټکسونه پخوا هم ډیر طاقت فرسا وو او خلکو نه ورکول هغوی ته مشکله وه چې ورکړي و. اما طالبان اوس هغه اخلي او عواید زیات شوي دي ګرچه د افغانستان مرکزي احصايي لا ارقام نه دي خپاره کړي خو بیا هم شاید عواید زیات شوي وي او هغه ټول د خوراکي موادو څخه اخیستل شوي نور مواد بازار ته نه راوځي. پخوا ټکسونه او مالیه تنها په قانون کې پیش بینې شوې وه خو خلکو ډیره زیاته نه ورکوله او طاقت فرسا مالیه هم ده چې وزارت مالیه یې اخلي."

ښاغلي الکوزي وویل چې اوس مهال د مالیې وزارت شپږ فیصده د دوران د سرمایې څخه مالیه اخلي او ورسره نور ټکسونه چې په کې د ښاروالۍ او ټرانسپورت او هم د انتقالاتو ټکسونه شامل دي له خلکو اخلي.

XS
SM
MD
LG