د افغانستان دخبريالانو مرکز، چې ځان یو خپلواک، غیردولتي او غیرسیاسي بنسټ بولي، وایي د طالبانو له لوري د ژونديو موجوداتو د تصویرونو په خپرولو د بندیز له اعلان وروسته «په پکتیا کې د ملي تلویزیون خپرونې درول» شوي دي.
د دغه مرکز په اعلامیې کې ویل شوي چې په دغه ولایت کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست «د پکتیا ملي تلویزیون کارکوونکو ته د خپرونو د درولو امر» کړی او تلویزوني خپرونې اوس په راډیويي خپرونو بدلې شوې دي.
اعلامیه وايي: « سربېره پر دې، له ځایي چارواکو غوښتل شوي، څو له وېډیویي مرکو ډډه وکړي او پر ځای یې خپل راپورونه په غږیز یا لیکلي بڼه وړاندې کړي. یاد بندیز په ټولنیزو رسنیو کې د باختر دولتي خبري اژانس د ځایي دفتر انځوریز فعالیتونه او همدارنګه د ځایي چاپي رسنیو او رادیوګانو لکه نن، ژوند، هوا، پټان غږ او څمکنۍ غږ فعالیتونه هم اغېزمن کړي دي.»
پکتیا اول ولایت نه دی چې طالبان په کې په تلویزونونو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو په خپرولو بندیز لګوي، تر دې مخکې د کندهار په ګډون د افغانستان د خبريالانو د مرکز په وینا په ۲۲ نورو ولایتونو کې دا بندیزونه لګول شوي دي.
د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د ۲۰۲۴ کال د جولاۍ په ۳۱مه (زمري لسمه) د خپل حکومت لپاره د «امربالمعروف او نهي عن المنکر» قانون توشیح کړ. په دغه قانون کې د «امربالمعروف او نهي عن المنکر» وزارت ته واک ورکړل شوی چې په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو په خپرولو بندیز ولګوي. د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویلي دي چې دا قانون به په ټول افغانستان کې په تدریجي ډول تطبیق کوي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان واک تر لاسه کړ او په رسنیو یې کلک محدودیتونه ولګول. د بې پولې خبریالانو د سازمان د یو راپور له مخې، د طالبانو د بندیزونو په اساس، په افغانستان کې ۴۳ سلنه رسنیو کار بند کړی او زرګونه خبریالانو یا دندې پرېښې او یا یې له لاسه ورکړې دي. همدارنګه ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
فورم \ دبحث خونه