د لاس رسي وړ اتصالات

رینا امیري: پر میرمنو د طالبانو محدودیتونه' ایډیولوژيک او سیاسي دي، نه دیني'  


د امریکا غږ ډیوه څانګې په سکایټ‌له میرمن امیري سره مرکه کړې
د امریکا غږ ډیوه څانګې په سکایټ‌له میرمن امیري سره مرکه کړې

د افغان میرمنو او بشري حقونو په چارو کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وایي پر افغان میرمنو د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه" یوه ایډیولوژي ده. یو سیاسي اقدام دی، نه اسلامي".

میرمن امیري د امریکا غږ ډیوه څانګې سره په ځانګړې مرکه کې یووار بیا له افغان میرمنو او نجونو څخه د متحدو ایالتونو په ملاتړ ټینګار وکړ.

د متحدو ایالتونو دغې چارواکې د طالبانو له خوا تازه محدودیتونو ته په اشارې وویل:" هغوی (طالبان) وایي چې دا کار یې د اسلام د سپیڅلي دین لپاره کړی. هغوی وایي د کلتور لپاره یې کړی. خو که د افغانستان تاریخ ته نظر واچول شي، هیڅ داسې پړاو نشته چې یو حکومت له کار او تحصیل څخه د ۵۰ سلنه نفوس د حذف لپاره پالیسي جوړه کړي وي."

میرمن امیري زیاته کړه د طالبانو د ادعاوو برخلاف، د اسلامي همکاریو د سازمان په ګډون چې سعودي عربستان یې هم غړی دی، ویلي هغه څه چې په افغانستان کې"د اسلام په نامه کیږي، د اسلام په ضد دي."

هغې زیاته کړه، له تعلیم او په غیر حکومتي سازمانونو کې له کار کولو څخه د میرمنو او نجونو د منع کیدو په اړه د طالبانو پریکړه د اسلامي لارښوونو خلاف ده، هغه دین چې پر "شفقت، عطوفت او د بیوزلو په پالنه" ولاړ دی.

امیري وویل د سعودي عربستان، متحدو عربي اماراتو، قطر او مالیزیا په ګډون له هر اسلامي هیواد سره چې یې خبري کړي، د یادو هیوادونو چارواکو ویلي هغه څه چې طالبان کوي، په ټولو ځایونو کې د اسلام تصویر ته زیان رسوي.

دغې امریکایي چارواکي د سعودي عربستان لیدلوري ته په اشارې وویل، یاد هیواد هڅه کوي چې پر میرمنو محدودیتونه لیرې کړي او څو تر۲۰۳۰ میلادي کاله پورې میرمنې په هغه هیواد کې وکړای شي په بشپړ ډول په اقتصادي فعالیتونو کې ګډون وکړي.

امیري وویل:"هغه څه چې طالباان کوي د افغانستان لپاره په بشپړ ډول ویجاړونکي دي. هغوی افغانستان د ناورین سره مخ کوي."

دغې امریکایي چارواکې په داسې حال کې دغه څرګندونې وکړې چې طالبانو د ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستیو کې نه یوازې میرمنې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو بې برخې کړې بلکې په غیر حکومتي ملي او نړیوالو سازمانونو کې یې هم له کار کولو منع کړې.

میرمن امیري وویل چې په غیر حکومتي بنسټونو کې د میرمنو نه کار کول به د ماشومانو په ګډون د افغانستان بیوزلې خلک له خطر سره مخ کړي کوم چې همدا اوس یې شمیر میلیونونو ته رسیږي.

بلخوا د بشري حقونو یو شمیر مدافعینو د میرمن امیري د څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې امریکا او ملاتړي‌ یې د افغانستان د اوسني وضعیت په خاص ډول د بشري حقونو د نقض مسول دي. دغو فعالانو همدارنګه ویلي دي چې میرمن امیري یوازي د طالبانو کړني غندي او د افغان میرمنو په ژوند کې یې هیڅ بدلون ندی راوستی.

میرمن میري د بشري حقونو د فعالانو د نیوکو په ځواب کې وویل چې د ډیری افغانانو ناهیلي درک کوي چې وایي له اعلامیو هاخوا یو لړ اقداماتو ته ضرورت دی . خو هغې وویل بیانیې مهمې دي ځکه دا بیانیې ښکاره کوي چې له افغانانو څخه د ملاتړ په برخه کې نړیوال یووالی موجود دی.

له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو بندول، د میرمنو او نجونو پر مخ د ښونیزو مراکزو، حمامونو، تفریحي پارکونو تړل، له محرم پرته د سفر مخنیوی، د عالي تحصیلاتو بندول او په غیر حکومتي سازمانونو کې د میرمنو د کار مخنیوی هغه عمده موارد دي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له واکمنیدو وروسته، پر افغان میرمنو وضع کړي دي.

د طالبانو دغو اقداماتو د متحدو ایالتونو په ګډون د نړۍ د هیوادونو او لویو سازمانونو تند غبرګونونه راپارولي او ویلي دي چې د طالبانو دا اقدامات به ناوړه پایلي ولري.

XS
SM
MD
LG