د لاس رسي وړ اتصالات

له افغان نجونو د ۱۲ ټولګي آزموینه واخیستل شوه؛ زده کوونکي: تیاری مو نه درلود


عکس: آرشیف
عکس: آرشیف

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت نن چهارشنبه دسمبر ۷ (لیندۍ ۱۶) په داسې حال کې د دوولسم ټولګیو له نجونو زده‌کوونکو د فراغت آزموینه اخیستې چې د تېر کال اګست کې د طالبانو د بیاواکمنېدو راهیسې په دغه هېواد کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي دي.

یو شمېر زده کوونکي وايي، دا آزموینه ورڅخه په داسې حال کې اخیستل شوې چې په ټول تعلیمي کال کې یې نه ښوونکی درلودل او نه هم د زده کړې نور امکانات.

د پکتیا ولایت اوسېدونکي سارا د نن په آزموینه کې ګډون کړی، وايي، د خپلې متعلمۍ دورې تر ټولو سخته ورځ يې تیره کړه.

هغې وویل: "دوه کاله له درس لیرې پاتې وه. په یوه ورځ د ۱۷ مضمونونو امتحان ورکول ډېره سخته ده."

د طالبانو د ښوونې او روزنې وزارت له دې آزموینې نږدې یوه اونۍ وړاندې خبر ورکړ چې د کانکور په آزموینه کې د ګډون په موخه، له هغو نجونو د سویې آزموینه اخلي چې سږکال په دولسم ټولګي کې وې.

آسما په کابل کې په نننۍ آزموینه کې ګډون کړی، وايي، دا وخت ورته کافي نه وو چې آزموینې ته لازم تیاری ونیسي.

هغې وویل: "ډېر کم وخت راکړل شوی وو. موږ ونشو کړای چې پوښتنې په ډاډه زړه ځواب کړو."

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د دغې آزموینې د اخیستلو دپاره درې ساعته وخت ټاکل شوی و. زده کوونکي وايي، په آزموینه کې د دوولسم ټولګي د ټولو مضامینو اړوند ١۴٠ پوښتنې ورکړل شوې وې چې د هو او نه ځواب باید ورکړل شوی وای. دوی وايي، په یوه ورځ کې د دومره زیاتو مضامینو آزموینه ورته ستونزمنه وه.

د خوست ولایت ښوونکې، اوږۍ، چې آزموینه يې اخيستې، امریکا غږ ته وویل چې د آزموینې له میتود او سوالونو نه اداره او ښوونکي نه وو خبر.

هغې وویل: "د امتحان په جریان کې له هرې زده کوونکې د شهادت نامې په خاطر دوه عکسونو او ۵۰۰ افغانۍ هم ټولې شوې. ډیرو شاګردانو د سوالونو د حل کولو توان نه درلول. پارچې څه حل څه ناحل ټولې شوې او ادارې ته تسلیم شوې."

د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي وو چې سږکال د اووم ټولګي نه تر دوولسم ټولګي پورې زده کوونکو ته د یو کال ارتقا ورکول کیږي. خو ښوونکي دا ډول ارتقا معیاري نه ګڼي.

په کابل کې ښوونکې، نعیمې وویل: "ټولې زده کوونکې د کال په اوږدو کې پر کور ناستې وې او امتحان ته یې تیاری هم نه درلود. ځکه په مسلکي توګه دې آزموینې ته هیڅ خوشبینه نه یم. فکر کوم دا نه یوازې د زده کوونکو د سویې په لوړولو کې مرسته نه کوي بلکې هغوی ته سترس ورکوي."

بل خوا، ټاکل شوې چې د افغانستان د نجونو، میرمنو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په روانه میاشت کې د افغانو نجونو د پوهنې د ملاتړ لپاره اندونیزیا، سویټزرلنډ او ترکیې ته ولاړه شي. نوموړې به په اندونیزیا کې د افغانو نجونو د تعلیمي حقونو په یوه غونډه کې چې د اندونیزیا او قطر لخوا جوړېږي، ګډون وکړي.

دا نړیواله غونډه په داسې وخت کې جوړیږي چې په افغانستان کې د نجونو لپاره تر شپږم ټولګې پورته ښوونځي تړلي پاتې دي.

XS
SM
MD
LG